Showing posts with label دخوړو محفظویت. Show all posts
Showing posts with label دخوړو محفظویت. Show all posts

Sunday, February 3, 2013

(Margarine) & (Olive oil)

کره (Margarine) و روغن زیتون (Olive oil)
توسط: سید محمد نعیم خالد 3 فبروری 2013
روغن زیتون جزو روغن های مغذی است که برحسب تصادف در کشورهای مدیترانه ای نیز مصرف بسیار دارد. اما اینکه چه قدر،چندبار و چه نوعی از آن مصرف شود،بین افراد بسیار متفاوت است. خیلی ها اصلا از روغن زیتون خوش شان نمی آید و در عوض بعضی ها دوست دارند به جای ساس روی سلاد خود روغن زیتون استفاده مینمایند.

مارگارین یا کره نوعی از روغن غیر مشبوع بوده. این نوع روغن را از روغن های نباتی مانند روغن جواری بدست می آورند.

روغن زیتون انتخاب بهتر و سالم تری است اما کره هنوز هم جایگاه خودش را دارد. تمام روغن ها ترکیبی از اسیدهای چرب مختلف شامل اسیدهای چرب غیرمشبوع دارای یک زنجیر، اسیدهای چرب غیرمشبوع چند زنجیره و اسیدهای چرب مشبوع هستند، اما در هر روغن یک نوع از اسید چرب بیش از دیگر اسیدها وجود دارد و بر این اساس خاصیت ویژه ای خواهدداشت. به طور مثال، روغن زیتون که از چربی غیر مشبوع یک زنجیره ای تشکیل شده خطر بروز بیماری های قلبی عروقی را از طریق کاهش سطح LDL و افزایش سطح HDL پایین می آورد. از طرفی دیگر کره، یک چربی مشبوع است که سطح LDL را افزایش می دهد و باعث التهاب در عروق می شود. به همین دلیل استفاده از روغن زیتون بهترین انتخاب خواهد بود.

شاخص هایی مانند بوی، طعم و ایجاد تکسچری مناسب از بهترین کاربردهای کره در تهیه کیک ها، بیسکویت ها و خمیر شیرینی پزی هستند، بنابراین خوب است گاهی برای تنوع برای پخت این خوراک ها، از کره استفاده کنیم و از آن لذت ببریم.

تفاوت دیگر کره با روغن زیتون آن است که کره در درجه حرارت اتاق یعنی 22  جامد است و بهتر می توان مقادیر مصرف آن را کنترل کرد اما در مورد روغن زیتون، این مشکل وجود دارد که نمی توان مقادیر زیاد روغن جذب شده را حدس زد.
 

Tuesday, July 17, 2012

دخوړو څخه پیږیدونکی ناروغۍ Food born illnesses

ژباړن : سید محمد نعیم ( خالد‍‍‍ ) - ۱۷ جولای ۲۰۱۲

د خوړو څخه پيږیدونکی ناروغۍ چی د food poisoning په نامه سره هم یادیږی هغه وخت منځ ته راخي چی یو ځوک د مثابو خوړو او یا مایکروبیولوژیکی زهرو څخه استفاده وکړی. په معمول ډول سره پدی مایکرواورګانیزمونو کی بکتریا ، پرازیتونه او وایرسونه شامل دی(۱).

په نړۍ که تقریبا هر کال ۱،۸ میلیونه خلک دخوړو له کبله اسهال کیږی چی عامل یی مصاب خواړه او ناپاکه اوبه بلل شوی دی. په صنعتی هیوادونو کی هر کال ۳۰ سلنه دا ډول ناروغۍ د ناروغانو لخوا اعلان کیږی چی په امریکا کی ۳۲۵۰۰۰ نفر شفاخانی ته ځی، ۵۰۰۰ نفر تری مړه کیږی. او د یوی بلی منبع له مخی ویل کیږی چی د امریکا دهرو ۶ نفرو څخه یو یی یا ۴۸ میلیونه نفر ناروغ کیږی چی ۱۲۸۰۰۰ بیا شفاخانی ته رسیږی او ۳۰۰۰ تری مړه کیږی(۳).  په کاناډا کی تقریبا هر کال د ۱۱ څخه تر ۱۳ میلیونه خلک د ددی ډول ناروغیو څخه ځوریږی(۱).

په نړۍ کی نن ورځ تقریبا ۲۵۰ د خوړو څخه پیږیدونکی ناروغۍ پيژندل شوی دی(۳)

هغه مهم مایکرواورګانیزمونه په خاصه توګه بکتریا چی ددی نوع ناروغیو عامل کیږی ، لاندی لیست شوی دی:
Botolism
Campylobacter
Cronobacter
Cyclospora
E.coli
Hepatitis A and E
Listeria and  Listteriosis
Nonovirus
Salmonella
Shigellah
Vibrio
Natural toxins
Pesticides
metals

ددی ناروغیو مهم علایم په لاندی ډول دی:
د نس درد
د زړه بد والی
استفراق
اسهالات 
تبه

د خوړو څخه د پیږیدونکو ناروغیو قیمت
په امریکا کی د کال ۳۵ بیلیونه ډالر ددی ناروغیو په معالجه باندی لګیږی، په پیرو کی د کولرا د مخنیوی په موخه ۵۰۰ میلیونه ډالر په مصرف رسیدلی وو. 

مآخذونه
http://www.who.int/mediacentre/factsheets/fs237/en/
http://www.hc-sc.gc.ca/fn-an/securit/ill-intox/index-eng.php
http://www.niaid.nih.gov/topics/foodborne/pages/default.aspx

Wednesday, June 27, 2012

طبیعی ټاکسینونه Natural toxins

ژباړن او مؤلف: سید محمد نعیم خالد - ۲۵ جون ۲۰۱۲

۱ - موخه
ددی لیکنی موخه دا ده چی د په خوړو کی معمول طبیعی زهر باندی مرور وکړی ، د هغوی منابع په ګوته کړی او ضمنا  دهغوی د استعمال د مخنیوی په خاطر ځینی، ممکنه او حتمالی د حل لارو چارو وړاندیزونه هم وکړی.‌

۲ - مقدمه
خواړه په طبیعی ډول سره د کیمیاوی موادو څخه جوړ شوی دی او زموږ د حیات لپاره ارزښنتاکه ګټه لری او بنسټیز ارزښت لری. مګر ځینی خواړه په لوړ مقدار سره کیمیاوی مواد لری چی د طبیعی زهرو په نامه سره یادیږی. ډیر کم مقدار زهرونه په طبیعی ډول سره په خوړو کی موجود وی اویو تعداد نور یی په لوړه کچه سره هغه وخت منځ ته راځی چی کله خواړه د قارچونو تر حملی لاندی راشی. 

دا زهرونه ځینی وخت کیدای شی د مناسبو تخینکونو لکه لمدولو، تخمر او پخولو وروسته خنثی حالت غوره کوی، مګر یو تعداد نور یی زهری شکل حفظ کوی. 

۳ - مهم طبیعی زهرونه 

Aflatoxin افلا ټاکسین   
یو سرطان زیږوونکی زهر دی چی د Aspergillus flavus فنګس په واسطه منځ ته راځی. دا فنګس معمولا په دانه لرونکو حبوباتو لکه غنمو، جوارو ، اویا مغز لرونکی لکه چارمغز، پسته او بادام او بادام هم تر خپلی حملی لاندی راولی. دانه لرونکی بوټی کیدای شی چی مخکی له رفع حاصل څخه او یا په ذخیره خانه کی مصاب کړی. افلاټاکسین په شدو کی هم پیدا کیږی. 

Amygdalin امیګډالین 
زرد آلو د مندکو د نوعیت له اړخه په دوه ډوله ویشل شوی ، یو یی خواږه او بل یی ترخه زرد آو دی. د ترخه زردالو مندکی په طبیعی ډول سره یوه ماده چی ورته amygdalin وایی، لری. او د د هایدرولیز کیدو په نتیجه کی د سیانایدونو د تولید سبب کیږی چی د انسان بدن یی په کم مقدار سره جذبولی شی مګر لوړ مقدار یی زهری خاصیت لری. علاوه د د زردآلو د مندکو یا زړو ،‌د شفتالو،‌ مڼی، ګیلاس او آلو مندکی هم عینی مادی لرونکی دی، نو د هغه د استعمال څخه باید خود داری وشی. 

لیکتین Lectin 
په سره وچه لوبیا کی په طبیعی ډول سره موجود زهر د lectin یا په علمی ډول ورته Phytohaemagglutinins  په نامه سره یادیږی چی ممکن د معدی د درد او استفراق لامل شی. کله چی لوبیا په حد اقل ډول سره د ۱۲ ساعتونو په موده کی لانده شی او بیا د ۱۰ دقیقو لپاره و ایشول شی،‌ نو دا زهر له منځه ځی. 

Glycoalkaloids  ګلایکو الکلاید
ټول کچالو یو زهر چی ورته glycoalkaloids وایی.  لری او مقدراد یی کم دی. مګر کله چی کچالو د لمر سره د مخامخیدو څخه ورسته د شنه رنګ لرونکی شی نو د ګلایکوالکلایدونو مقدار یی زیاتیږی او غلظت یی تر ۷۶۰۰ ملی ګرامه پر کیلوګرام کی تر اوسه پوری لیدل شوی دی. تر اوسه شدید مصابیت یی منځ ته نه دی راوړی.‌ مګر د شنو کچالیو د خوړو څخه باید ډډه وشی. ورسته د هغه چی تاسی د کچالو څخه شنه برخه لیری کړی وی ،‌مګر بیا هم ترخه مزه کوی ، هغه باید ونه خوړل شی.  که چیری غواړي چی کچالو مو شین رنګ وانخلی نو هغه پّ تیاره ، یخو او وچو ځایونو کی ځای په ځای او ذخیره کړی. 

پټولین Patulin
قارچ لرونکی مڼی یا خرابی مڼی کیدای شی چی یو زهر د Patulin په نامه سره ولری.‌ دا زهر معمولا د زخم په شاوخوا کی ډیر تراکم کوی.‌ هغه مڼی چی زخم ولری باید د خوړلو څخه یی ډډه وشی او علاوتا په جوس او ساس جوړولو کی ورڅخه استفاده ونشی. 

بحری خواړه او زهرونه 
په بحرنو کی معمولا شړاوی یا الجی شتون لری. کوم زهر چی د الجی په واسطه تولیدیږی د algal toxin په نوم سره یادیږی. نن ورځ تر ټولو ډیر معمولا زهر دی د Paralytic Shelfish Poisons (PSP) او Amnesiac shelfish poison (ASP)     او Diarrhetic shelfish poson (DSP)  په نمونو سره یادیږی. علاوتا یو تعداد نور هم لکه ciguatera poisoning   او scombrotoxic fish poisoning څخه عبارت دی.       

جګر او ویټامین A  
ویټامین ای د هر فرد په خوړو کی ډیر ارزښت لری مګر که چیری یوه ښځه د حمل په وخت کی د ډیره ویټامین ای په خپلو خوړو کی په مصرف ورسوی ، د جنین د متضرره کیدو لامل کیږی.‌ نو ددی په خاطر چی ښخی له دی ستونزی څخه په امن وی هغوی باید د هغو خوړو څخه او یا هم مصنوعی منابعو څخه چی د ویټامین ای تمویلوونکی وی، خود داری وکړی. دا خواړه کیدای شی جګر او یا هم د هغه څخه لاس ته راغلی نور محصولات وی.‌

Mycotoxin مایکو ټاکسین 
فنګسونه معمولا د خوړو په سطح باندی مشهود وی مګر کوم زهر چی تولیدوی یعنی mycotoxin ، غیرمشهود وی او په خوړو کی د نفوذ وړتیا لری. نو که چیری د خوړو د سطحی څخه فنګس لیری هم کړی ، بیا هم ددی احتمال شته چی هغه خپلی مایسلیمونه په خوړو کی تزریق کړی وی او د مختلفو ناروغیو او ځینی وخت د مرګ لامل هم کیدای شی. 

فنګسونه په ګرم او مرطوب چاپیریال کی ښه وده کوی. که چیری وچه ټکله په یو ګرم چاپیریال کی کیښودل شی نو د هغه په سطح باندی په فنګسونه د څو ورځو په ترځ کی په وده پیل وکړی. 

کوکوربیټاسین Cucurbitacin 
په کدو کی هم کله کله کیدای شی چی یو په طبیعی شکل سره واقع کیدونکی ټاکسین د cucurbitacin په نامه سره موجود وی. ددی له کبله د هغه مزه کله ناکله ډیره ترخه وه. دا زهر یا ټاکسین د cucurbitacae په ټوله کورنۍ کی رایج دی. 

د ډیرو ترخو بادرنګو خوړل د استفراق، د کلمو د درد او اسهال لامل کیږی. د هغه کدو او بادرنګو څخه استفاده ونشی چی تند بوی یا ترخه مزه ولری.

 صپونین Saponins 
صپونین په اوبو کی منحل نباتی مواد دی چی په ډیر غلظت سره هم کولی شی د اوبو سره د صابونی څګ جوړ کړی. اصلی کیمیاوی ترکیب یی glycoside  او د aglycone  یو قسمت چی پرته دی قند څخه دی د sapongenin په نامه سره یادیږی ،‌ تشکیلوی. 

صپونین ترخه مزه لری او د وینی د سرو کرویاتو د هیمولایز کولو وړتیا لری. د اسهالاتو او استقراق لامل کیږی.  او د هغه د کیمیاوی جوړښت له مخی په دوه برخو ویشل شوی دی چی د سټیرویډل او ټریپرپینوید صپونین په نامه سره یادیږی. 

دا زهر کابو د نباتاتو د عالم په ټولو نباتاتو او د هغه په ټول بدنی برخو کی پیدا کیږی او غلظت یی د نبات په ورایټۍ او د نمو په مرحله باندی تړاو لری. په سویابینو ، چغندر،‌ ممپلی ، پالک ، اسپرګوس، براکولی ، کچالو ، مڼو ، تور بانجان او رشقه کی پیدا کیږی.‌

 Oxalic acid  اګزالیک اسید 
پښۍ معمولا د هغه پاڼی په لوړ مقدار سره  زهر چی د اوګزالیک اسید او انتراکینون په نامه سره یادیږی، لری. ددی زهرو په استعمال سره ګردی فعالیت له لاسه ورکوی او د مرګ سبب کیږی. د ستونزی د مخنیوی په خاطر د پښۍ د پاڼو څخه باید استفاده ونشی او یوازی ساقه یی په مصرف ورسیږی. 

۴ - څنګه د طبیعی زهرو څخه په خپلو خوړو کی مخنیوی وکړی؟
طبیعی زهرو یوازی هغه وخت ډیر خطرناکه تمامیږی چی په ډیره اندازی سره په متوالی ډول سره په مصرف ورسیږی. مګر بیا تاسی کولی شی چی دلاندی ټکو په پام کی نیولو سره، د هغه د ناوړه اثراتو څخه مخنیوی او یا هم په هغه کی کمښت راولی:
۱ -  مختلف خواړه وخوری یعنی یوازی یو نوع خوړو د مصرف څخه ډډه وکړی. 
۲ - خواړه هغه وخت وغورځی چی کله یی د انقضا وخت تیر شوی وی، کوښښ وکړی چی دهغه خوړو څخه چی د انقضا نیټه یی تیره وی ، په هیځ ډول استفاده ونکړی او خپلو هغو حیواناتو چی بیرته انسان ته خواړه تهیه کوی ، ورنګړل شی. 
۳ - خواړه باید په مناسبه یخه هوا معمولا د صفر او آته دریجی د سانتی ګراد کی وساتل شی. 
۴ - هیځ وخت هم دا فرضیه د خوړو د محفوظیت په برخه کی مه پلی کوی چی ووایاست چی هر هغه شی چی طبیعی وی ، نو سالم به هم وی.‌
۵ - خواړه باید په پاک ډول سره تیار او په کافی اندازه پاخه شی. 
۶ - هغه خوړو یا میوو او سبو چی رنګ یی له لاسه ورکړی وی ، زده شوی یا زخمی وی باید د سالمو خوړو له ډلی لیری شی. 
۷ - هغه خواړه چی خراب بوی تری ځی ،‌ ترخه مزه ولری او یا هم ناوړه نور مشخصات چی په معمولی خوړو کی وجود نلری ، د مصرف څخه ډډه وکړل شی. 
۵ - پایله
خواړه په طبیعی ډول سره د مختلفو کیمیاوی مواد څخه جوړ شوی دی. عموما په بحری خوړو ،‌ میوو ، سبو او حیوانی غذا ګانو کی پیدا کیږی. د مشهودو او مضره کیمیاوی موادو د استعمال څخه باید ډډه وشی او کوم خواړه چی فنګسونه په سظح ولری، یا هم زخمی شوی وی، باید استعمال نشی. خواړه باید په یخ ځای چی کم نم او رطوبت ولری وساتل شی. ضمنا خواړه باید ښه پاخه شی تر څو د ځینو زهرو د شتون په صورت کی ، هغه خنثی شی. 

۶ - مأخذونه 
http://www.food.gov.uk/multimedia/pdfs/publication/naturaltoxins.pdf
http://www.healthy-eating-politics.com/toxins-in-food.html 
http://www.foodsmart.govt.nz/whats-in-our-food/chemicals-nutrients-additives-toxins/specific-foods/
http://www.cfs.gov.hk/english/programme/programme_rafs/files/Press%20kit%20on%20natural%20plant%20toxin_english.pdf
http://www.hc-sc.gc.ca/fn-an/pubs/securit/2009-apricots-abricots/index-eng.php
http://www.cfs.gov.hk/english/programme/programme_rafs/files/ras27_natural_toxin_in_food_plant.pdf


Friday, June 8, 2012

په غوښه کی د لیستریا کنترول Listeria control in meat

لیکنه : سید محمد نعیم خالد - ۸ جون ۲۰۱۲

لیستریا په خاوره، اوبو او ځینی حیواناتو کی پیدا کیږی.‌ همدا شان په شیدو، غوښه اود هغه محصولاتو کی چی د شیدو څخه جوړ شوی وی، ورپکښی پیدا کیږی. لیستریا یو د هغه بکتریا څخه شمیرل کیږی چی د خوړو څخه پیښدونکی ناروغۍ په لوړه کچه منځ ته راوړی. په خاصه توګه هغه محصولات چی ډیر حساس دی .د انکیوبیشن دوره یی د ۳ څخه ۷۰ ورځو پوری ده. خاص علایم یی عبارت د تبی، عمومی بدنی ضعف ، استفراق او ځینی وخت اسهال دی. هغه ناروغی چی د لستریا په واسطه منځ ته راځی د Listeriosis په نامه سره یادیږی. 

یوی امریکایی کمپنۍ د Kemin په نامه سره د پروپیونیک اسید څخه جوړ شوی انتی میکروب څخه په استفاده سره په تیاره شوی غوښه او د چرګانو په غوښه کی لیستریا تر کنترول لاندی راوستلی ده. 

دا کمپنۍ ادعا کوی چی دا محصول د BactoCEASE په نامه سره یادیږی ، کم قیمت لری ، او د لیستریا بکیتریم کنترولوی، میکروبی فاسدونی څخه مخنیوی کوی، د محصول عمر زیاتوی او او ضمنأ د محصول محفوظیت هم اطمنانی کوی. 

ویلیام شریوډار د ددی کمپنۍ د ځیړنی او انکشاف دبرخی مسؤل وایی چی تر ننه ورځی پوری په نړۍ کی یوازی Lactate د لیستریا د کنترول لپاره استعمالیدل مګر موږ وتوانیدلو چی دا نوی محصول په مناسبه بیه سره مارکیټ ته ارایه کړو. 

داسی ویل کیږی چی BactoCEASE دغوښی په طعم باندی منفی اغیزی نلری او تر ټولو ښه ګټه یی داده چی په نهایی محصول کی په کم مقدار باندی سودیم چی نن ورخ دهغه د کمولو لپاره هځی کیږی، پاتی کیږی.  

لیستریا په یخچال کی هم اوسیدلی شی نو ددی له کبله د پروسس په وخت کی یی د حل لاره د خوړو ښه پخول او پاستوریزشن دی. 

Friday, April 27, 2012

۵ ایسونه او د خوړو محفوظیت


چمتو کوونکی : سید محمد نعیم خالد - ۲۷ اپریل ۲۰۱۲

۵ ایسونه یا 5S هغه سیستم دی چی د لمړی ځل لپاره په جاپان کی د کار د ښه کیدو ‌، د ښه کیفیت لاس ته راوړل او د کاری محفوظیت په موخه جوړ شوی وو. نن ورځ ددی سیستم څخه تقریبا په هر نوع چاپیریال کی استفاده کیږی. دا ځایونه کیدای شی لویه کمپنۍ، آشپزخانه ، ذخیره ځای او کاری ځای وی. 
ددی سیستم یا ۵ ایسونو اساس د جاپانی کلمو څخه اخستل شوی دی. او په لاندی ډول دی. 

Seri دا کلمه د سورت یا ګروپ بندی په معنی کارول کیږی.‌ ددی کلمی په پام کی نیولو سره باید ټول هغه شیان چی اوس نه په کار کیږی ګوښی کیښودل شی او د کاری وسایلو څخه ګوښی شی. د کار د مخه باید دا پلان ونیسی چی کوم شیان لازم دی او په کوم مقدار باید راوړل شی. او په کوم ځای کی کیښودل شی. 

Seiton دا کلمه د منظم ایښودلو په معنی سره استعمالیږی. د هر شی لپاره باید یو خاص ځای شتون ولری. د مثال په ډول د  جارو ، چاقو ، لوښو او نور شیانو لپاره باید یو خاص ځای شتون ولری چی د هغه له لاری هغه ته لاس رسۍ آسانه وی. پدی ځای کی داسی یوه جمله ډیره مفیده او موثره ده  ( د هر شی لپاره یو خاص ځای ،‌ او هر شی په خپل خاص ځای کی). پدی ځای کی موږ کولی شو د رنګی کود یا نښو ،‌ لیبل او یا نور لارو څخه په استفاده دا کار وکړو. 

Seisou دا کلمه د ځلولو په معنی راغلی. پدی برخه کی باید ټول ځایونه په منظمه توګه پاک شی او هغه وځلول شی. کله چی ځایونه پاک وی نو هر هغه غیر منظم شی چی ولیدل شی زر کشف او د هغه لپاره د حل لاری موندل کیږی. 

Seiketsou دا کلمه د معیاری کولو په معنی راغلی ده. ددی څخه موخه داده چی ځایونه او شیان باید سورت او منظم شی او بیا پاک شی. په عمومی شکل سره ددی څخه موخه داده چی پورته دری یاد شوی ایسونه باید عملی شی.  

Shiksuke د پورته معیار لپاره باید یو منظم د ارزیابۍ میتود او لاره جوړه شی. 

جی ام او جوار ناوړه روغتیایی او چاپیریالی تاثیرات نلری

ژباړن : سید محمد نعیم خالد - ۲۷ اپریل ۲۰۱۲

د اوروپایی ټولنی د خوړو د محفوظیت اداره یا EFSA د خپلو ځیړنو څخه ورسته دی پایلی ته رسیدلی چی چی په جنتکی توګه تغیر موندلی یا (جی ام او ) په روغتیا او چاپیریال ناوړه اغیزه نلری. البته دا ورایتی چی تر ځیړنی لاندی نیول شوی وه د Montsanto's MON810  جوار وو. 

ددی له کبله چی دا جوار ناوړه تاثیرات نلری نو بزګران کولی شی چی خپل کښت ته ادامه ورکړی. مګر په فرانسه کی د دی جوار کرل منع شوی دی.‌

په فرانسه کی یو بل نوع جوار چی د حشراتو مقاوم وو هم د بند شوی دی. 

Wednesday, April 25, 2012

په امریکایی شیدو تولیدوونکو غواګانو کی بی اس ای

ژباړن : سید محمد نعیم خالد - اپریل ۲۵ د ۲۰۱۲

بوین سپانجی فورم اینسیفالیفاتی یا بی اس ای د امریکا  د کلیفورنیا په ایالت کی وموندل شوه. مګر د امریکا د غوښی د صاداراتو اداره وایی چی خوړو ته یی کوم خطر نه دی اوښتۍ څکه چی هغه غوا د قصابۍ لپاره نده لیږدول شوی. د امریکا د کرهڼۍ د اداری لخوا د ددی ناروغۍ د ځیړنی په مهال چی د د وترنرۍ د یو متخصص لخوا چی جان کلیفورد نومیږی تر سره شوی ده ،‌ داسی ویل شوی دی چی دا ناروغۍ د حیوانی خوړو څخه منځ ته نده راغلی. 

بی اس ای معمولا په غواګانو کی هغه وخت منځ‌ ته راځی چی غواګانی د نورو غواګانو غوښه ، هډوکی یا هم پاتی شوی ځیره وخوری. یو دښو نښو څخه یی داده چی غوا د دریدلو وړتیا له لاسه ورکوی. او دی ورته هغه ډیر ناوړه چلن کوی د خلکو د وهلو او خوږلو لامل هم کیږی. 

په نړۍ کی البته په ۱۹۹۲ کال کی د بی اس ای ۳۷۳۱۱ قضی لیدل ثبت شوی وی. مګر نن ورځ په نړۍ بی اس ای په اعظمی توګه سره کمه شوی ده او په هغه غوښو کی چی پیدا شی باید ونه خوړل شی. 

Sunday, April 15, 2012

د خوړو کتاب یا Codex Alimentarious

ژباړن : سید محمد نعیم خالد
کودیکس یا Codex Alimentarius چی په لاتین کی د خوړو د کتاب مطلب تری اخستل کیږی، د بین الملی معیارونو ،‌ کاری میتودونو، لارښودونو او وړاندویزونو مجموعه ده چی د خوړو،‌ د خوړو د تولید او د خوړو د محفوظیت په هکله سره یوځای شوی دی او نن ورځ د خوړو د نړیوال سازمان یا FAO او روغتیا نړیوال سازمان یا WHO  په چوکاټ‌ کی فعالیت کوی. 

په کودیکس کی لاندی مطالب تر بحث لاندی نیول شوی دی:

د خوړو لیبل کول
خوړو ته علاوه کیدونکی توکی
خواړیزه کثافات
آفت کشونه
د خطر ارزیابی
دخوړو حفظ الصحه
د تحلیل او نمونی اخستی میتودونه 

د کودیکس په برخه کی لاندی مشخص معیارونه وجود لری:
د غوښی او دهغه اړونده محصولاتو معیار
د ماهی او دهغه اړوند محصولاتو معیار
د شیدو او اد هغه اړوند محصولاتو معیار
دخاصو موخو لپاره د خوړو معیار
د تازه او پروسس شویو میوو ، سبزیجاتو او د میوو د جوسونو معیار
دحبوباتو معیار
د شحمو او غوړیو معیار
د متفرقه توکو معیار

Wednesday, March 21, 2012

په هالند کی د مرغانو ناروغی

د هالند د وترنرۍ مسؤلانو ویلی چی هغوی ورسته د هغه چی وپوهیدل چی په مرغانو کی ناروغی موجوده ده نو د ۴۴۵۰۰ فلمروغان یی وکتل او په هغه کی ۲۰۰ ناروغ وموندل. دا راپور ورسته بیا د نړۍ د حیواناتو د روغتیا مرکز ته واستول شوی او په راپور کی راغلی چی دهغه د مخنیوی لپاره یی لازمی لاری چاری غوره کړی دی.‌ او ددی تر ځنګ هغه فارم چی په هغه کی دا ناروغی لیدل شوی وه تر کنترول لاندی دی او د هغه ټول فارمونه چی په ۳ کیلومتری کی قرار لری تر نژدی کتنی او نظارت لاندی دی.‌

Monday, March 19, 2012

د خوړو د محفظویت بنسټونه - Fundamentals of Food safety

د خوړو د محفظویت بنسټونه :
اول باید خواړه وکتل شی
دوهم باید خواړه ووینځل شی
دریم خام خواړه او پاخه خواړه باید یو د بل څخه ګوښی شی
څلورم خواړه باید پاخه شی
پنځم خواړه باید یخ وساتل شی
شپږم که چیری خواړه خراب شی نو باید زرتر زره وغورځول شی

Thursday, March 15, 2012

د هسپ په پروسه کی د خطر تحلیل - Hazard analysis in HACCP

لیکنه: سید محمد نعیم خالد
د هر ځه نه مخکی باید د تولیدی محصول ټول مراحل ولیک شی. د بیلګی په توګه که موږ غواړو زردآلو غواړو وچ کړو نو د هغه ټول هغه مراحل چی د محصول د رفع حاصل څخه را نیولی تر مارکیت او بیا تر مشتری پوری باید ولیکل شی. 
ورسته د هغه باید وپوهیږو چی  چی په خوړ کی کوم خطرونه موجود دی. ټول خطرونه د نن ورځ په دریو برخو ویشل کیږی. 
۱ - بیولوژیکی خطرونه : پدی برخه کی بکتریا ، ویروس، قارچونه، پرازیتونه او یا هم ددی یادو شوو فکتورونو زهریات.
۲ - کیمیاوی خطرونه : پدی برخه کی ټول هغه کیمیاوی مواد چی د تخم د مرحلی څخه آن تر بسته بندی پوری استعمالیږی په پام کی ونیول شی. د مثال په توګه دهقان حشره کش استعمالوی، ورسته بیا د قارچونو ضد کیمیاوی مواد استعمالوی، د پروسس په کمپنی کی د ځایونو د پاکولو محلولونه او یا د ضد عفوی موادو پاتی برخی باید په پام کی ونیول شی.
 ۳ - فزیکی خطرونه: پدی برخه کی ټول هغه شیان چی د نهایی محصول د مشخصاتو په ورقه کی نه وی لیکل شوی باید په پام کی ونیول شی. د مثال په توګه د لرګی ټوټه ، شیشه، ویښته، نوکان، تکه یا پلاستیک او یا هم د بیلګی په توګه د مڼو په کوتی کی زردآلو وی نو هغه ټول د فزیکی خطر په جمع کی راځی. 
هغه د 5 M  تشریح پداسی ډول ده:
کارمندان  - Man
، چاپیریال،-  Milieu
 خام مواد، - Material
 ماشین آلات ،- Machine
 د تولید میتود - Methode
تولیدی مرحلهد خطر نوعیتد خطر عامل دخطر مخنیوی
وینځل  میکروبیولوژیککارمند ، چاپیریال، خام مواداوبه باید پاکی وی، کارمند باید صحی وی
تشریح: 
په پورته مثال کی وینی چی مرحله *  د میوی وینځل دی* د خطر نوعیت * میکروبیولوژیک*  او عوامل یی * کارمند ، چاپیریال، خام مواد * دی. علاوتا باید ددی څخه ورسته دهغه د مخنوی او د حل لاره هم ورته وویل شی. پدی شکل سره د ټولو تولیدی مراحلو لپاره باید دا کار صورت ونیسی چی دی پروسی ته د خطر تحلیل وایی. 
معمولا کله چی مالی وضع ښه وه نو ماشین آلات دا کارونه ټول کولی شی. فرضا بکتریولوژیک تیستونه، کیمیاوی ټیستونه او یا هم د فزیکی ټیستونو لپاره ماشین الات شته دی. که چیری پیسی نه وی نو بیا باید کتابونو او نورو معلوماتو ته مخ واړول شی تر ځو ورته معلومات راټول شی او دهغه له مخی د خطر تحلیل او د هسپ نوری مرحلی په مخ یوړل شی. 

دخوړو له امله پیږیدونکی ناروغی

دا هغه ناروغی د چی د مایکرواورګانیزمونو او یا هم دهغه په واسطه تولید شوی زهرو یا ټاکسینو د خوړلو له امله منځ ته راځی . دروغتیا  د نړیوال سازمان د یو تخمین له مخی ویل کیږی چی هر کال تقریبا ۲،۲ ملیونه خلک د دی ناروغی له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی چی پدی برخه یوازی ۱،۹ ملیونه یی اطفال دی. 

Saturday, March 10, 2012

خپل خواړه محفوظ وساتۍ

لیکونکی: سید محمد نعیم خالد 

نن ورځ په نړۍ که په ملیونونو داسی قضی پیږیږی چی خواړه یی عامل بلل کیږی. نو څنګه موږ کولی شو چی خپل خواړه پاک وساتو. د امریکی د خوړو د مصؤنیت اداری ددی لپاره چی خواړه محفوظ وی، ۴ ټکی وړاندیز کړی دی:

۱. خپل د خوړو خام مواد باید ووینځی البته د باده د نه وی وتلی چی د غوایه ، پسه او چرګ غوښه او هګۍ باید و نه وینځل شی. پدی برخه کی لاسونه هم شامل دی چی باید په پاکو ، ګرمو اوبو په صابون سره د ۲۰ ثانیو لپاره وونیځل شی. 

۲. خواړه مو سره بیل کړی - خپل هغه خواړه چی خام خوړل کیږی او هغه خواړه چی پاخه خوړل کیږی باید بیل شی. هغه خواړه چی پاک وی او هغه خواړه ککړ وی سره ګوښی شی. هغه خواړه چی یخ استفاده کیږی او هغه خواړه چی ګرم استفاده کیږی باید یو د بل څخه بیل شی، تر څو د ددوهمی مصمومیت څخه مخ نیوی وشی. 

۳. خواړه باید ښه باخه شی - ټول خواړه د هغه د مصؤنیت په خاطر باید حد اقل د ۶۵ درجی د سانتی ګرید څخه چی د هغه خوړو د زړه حرارت اخستل کیږی ، لوړ وی او د ۳ دقیقو لپاره بادی پاخه شی. حرارت باید د ډیر وخت لپاره هم نه وی څکه چی په خوړو کی معمولا به غوښه د اکرولامیدو د زیاتیدو لامل کیږی. خواړه د ۵ او ۶۳ درجو د سانتی ګرید ډیر د خطر په حال کی وی څکه چی پدی وخت بکتریا په دیر سرعت او لوګاریتمیک حالت سره وده کوی او نفوس یی زیاتیږی. هغه خواړه چی معموملا ګرم خوړل کیږی باید د ۶۳ درجو د سانتی ګرید څخه یی د حرارت درجه کمه نشی. 

۴. خواړه باید ډیر زر یخ شی - هغه خواړه شی کله د دکان څخه تر لاسه شی باید ذر منفی یا مثبتی یخی خونی ته ولیګل شی. منفی یخه خونه باید په حد اقل توګه منفی ۱۸ درجی حرارت ولری. او مثبت یخه خونه باید د صفر درجی څخه ښکته وی او منفی ۹-۱۲ پوری رسیږی. هغه خواړه چی باید یخ تری استفاده وشی باید د صفر او ۳ سانتی ګریدو د حرارت لاندی وساتل شی. که چیری غواړی چی خپل یخک شوی خواړه بیرته مثبت یخ حالت ته راولی باد د ۲ ساعتونو څخه دیر وخت ونه نیسی. او که چیری غواړی چی د یخ حالت یعنی مثتب ۱۰ څخه ۶۳ درجو ته حرارت لوړ کړی نو باید د یو ساعت څخه ډیر وخت و نه نیسی. 

علاونه ددی څلورو ټکو څخه باید دا هم په پام کی ونیسی چی خواړه مو د * د انقضا د تاریخ څخه د مخه استعمال شی*  او خپل خواړه هیځ وخت په آزاده هوا کی مه ایږدی. 

اخځنه: د مارچ ۶ -۲۰۱۲
د اوروپا د خوړو قانون - ۱۷۲ 
د امریکی د خوړو د مصؤنیت اداره - http://www.foodsafety.gov/keep/basics/chill/index.htm

Labels

additives in food and its function Afghan afghan fruits Afghanistan Agriculture agriculture development allergen aspatum Breastfeeding business calendar cataloupe climate change; food system climate change; global warming; CO2 codex color codes Consulting convert cooking oil cooking temperature Corona Virus Covid-19 dairy developing countries eating healthy economic growth EFSA ethics EU event fat consumption food food business food business operator food control food cost Food Delivery food emergency food establishment food grade plastic food hygiene law food insecurity food inspection food inspection data food journal food label food law food losses food management food process food quality Food safety food safety costs food sampling food security food security; climate change food standard food surveillance food system food traceability food tracking Food Waste foodborne illness fraud GMP government greenhouses gasses Gregorian HACCP halal hazardous foods health claim Hebrew Hijri Horticulture ISO ISO 22000 Julina kosher lableling leadership Management meat meat safety milk quality milk safety NCD nutrition obesity organic food outbreaks package packaging Persian pesticides policy post harvest poverty processed product processing product authorization QMS regulatory restaurant Rural development safety Saffron SayedMohammadNaimKhalid shopping snacks social responsibility strawberry unprocessed product value chain Waste water water safety WTO zest انګور ایزو تغذی خواړه خواړه ، هسپ ، دخوړ ساتنه ، د ریسک مدیریت خواړیز مصونیت د چرګ غوښه د حیواناتو روغتیا د خوړو مارکیت د غذایی موادو و چولو لاری چاری دخوړو پروسس دخوړو څخه ناروغۍ دخوړو محفظویت دغذایی موادو پروسس روغن پخت و پز ستاندارد ٰ، شیدی شیدی ،‌ دغذایی موادو پروسس شیر ، پاستوریزاسیون غوښه ‌،‌ کیفیت فسټ فوډ ،‌ افسردګی ،‌ خواړه کیفیت کیله لابراتوار مایکروبیولوژی ، د ریسک مدیریت مایونیز مصؤنیت غذایی وزن BMI