Showing posts with label دخوړو څخه ناروغۍ. Show all posts
Showing posts with label دخوړو څخه ناروغۍ. Show all posts

Tuesday, July 17, 2012

د ۱۰۰۰ جنومی پنځه کلنه پروژه د خوړو د ناروغیو د پتوجنونو تجزیه او تحلیل


ژباړه: سید محمد نعیم خالد
لیلکنه : کارولین سکاټ توماس ۱۳ جولای ۲۰۱۲

د امریکی په متحده ایالاتو کی دولت د یو سی ډاویس پوهنتون او اجایلنت تکنالوژۍ سره لاس یو کړی دی تر څو د ۱۰۰۰ هغو پتوحنونو جنومی دیتابس تهیه کړی چی د خوړو څخه پیږیدونکی ناروغۍ منځ ته راوړی. دا کار به د ددی ډول ناروغیو په تشخیص کی سهولت راولی. 

د امریکا د خوړو او دارو اداره FDA او د ناروغیو د کنترول او مخنیوی مرکز CDC په یو اعلان کی راغلی چی دا دیتابس به د ټولو پتوجنونو د جنتکی کودونو سره د ځیړونکو لپاهر تهیه شی چی دوی به لدی لاری کولای شی چی پتوجن د څو ساعتونو یا ورځو په ترځ کی تشخیص کړی. 

دا پروژه به د یو سی ډاویس په پوهنتون کی د BGI@UC Davis په جنومی مرکز کی په لاره واچول شی. 

داسی ویل کیږی چی دا کار به د خوړو څخه پیږیدونکی ناروغیو په کنترول کی ډیر مؤثره رول ولوبوی. مګر بیا هم ویل کیږی چی د خوړو د ډیری تنوع او مختلفو انګریدینتونو د استعمال په اساس بیا هم ستونزمنه ښکاری چی هر ډول ناروغۍ په آسانتیا سره تشخیص او د حل لاره ورته پیدا شی. 
©  William Reed Business Meida SAS

Wednesday, June 20, 2012

د تاکسینو ضد نوی کیمیاوی ماده Antitoxin for bacterial toxins


ژباړن : سید محمد نعیم خالد - ۲۰ جون ۲۰۱۲

د Tufts پوهنتون ځیړونکو یو داسی قوی او مؤثره ماده جوړه کړی ده چی په بدن کی کوم زهری مواد موجود وی او هغه ضعیف کړی. زهر یا ټاکسین په بدن کی د مضره بکتریا لکه Clastridium botulinum او یا د E. coli ځینی خاص سټرینونه د انسان په بدن کی د زهرو د تولید لامل کیږی چی کله کله د مرګ سبب کیږی.‌ 

تر ننه ورځی پوری د بدن د تقویی په خاطر تر څو چی وکولای شی چی د ددې زهرو په مقابل کی مقاومت وکړای شی نو د مصؤنو حیواناتو د انتی باډۍ څخه به یی استفاده کوله. دی نوعی معالجی معمولا صحت ته تاوان لرلو د بیلګی په ډول سره د سروم ناروغی ، ناپیژندل شوی ویروسونه  او ددی ترځنګ قیمت یی هم لوړ دی.‌ ضمنا ټاکسین له منځه نه وړی بلکه د هغو د غیر فعالتوب سبب کیږی چی د بیا حملی احتمال یی زیات وی. 

د خوښۍ ورځ ده چی د یاد شوی پوهنتون ځیړونکو یوه داسی ستراتیژی جوړه کړی چی دهغه په ترځ کی به یو واحده انتی باډی مختلفو ځایونو ته چی په هغه کی ټاکسین ځای په ځای کیږی ، هدایت کیږی. پدی ډول سره په ټاکسین باندی قوی تاثیر کوی او هغه د بدن د سیستم څخه مینځی. 

Friday, April 27, 2012

یونان د اوروپا د چاغو خلکو لمړی مقام لری

ژباړن : سید محمد نعیم خالد ۲۷ اپریل ۲۰۱۲

یوی ځیړنی چی په اوروپا کی په لاره اچول شوی وه ښودلی ده چی په یونان کی ۵۰ سلنه اطفال د چاغښت یا obesity په ناروغۍ اخته دی. دا ځیړنه د اورپایی ټولنی لخوا ورته مالی مرسته شوی وه او په PLoS ONE  کی په نشر رسیدلی دی. د دی ځیړنی مورد نظر کسان هغه اطفال وو چی د ۱۰ او ۱۲ کلونو تر منځ یی عمر درلود. 

یونانی خلک پدی ځیړنه کی د چاغښت له امله په لیست کی اول راغلی دی چی ۲۰ سلنه یی د چاغښت ناروغی لری او ۳۰ سلنه یی د نارمل وزن څخه زیات وزن لری. 

دا ځیړنه په اوروپا د ۱۵ انستیتونو لخوا تر سره شوه او داسی یی ویلی دی چی نجونی نسبت هلکانو ته تنګۍ دی ،‌ او نسبت د هلکانو څخه لږ سپورت کوی.‌ هلکان ډیر تلویزون ګوری او ډیر غیر الکولی مشروبات څښی.  

Labels

additives in food and its function Afghan afghan fruits Afghanistan Agriculture agriculture development allergen aspatum Breastfeeding business calendar cataloupe climate change; food system climate change; global warming; CO2 codex color codes Consulting convert cooking oil cooking temperature Corona Virus Covid-19 dairy developing countries eating healthy economic growth EFSA ethics EU event fat consumption food food business food business operator food control food cost Food Delivery food emergency food establishment food grade plastic food hygiene law food insecurity food inspection food inspection data food journal food label food law food losses food management food process food quality Food safety food safety costs food sampling food security food security; climate change food standard food surveillance food system food traceability food tracking Food Waste foodborne illness fraud GMP government greenhouses gasses Gregorian HACCP halal hazardous foods health claim Hebrew Hijri Horticulture ISO ISO 22000 Julina kosher lableling leadership Management meat meat safety milk quality milk safety NCD nutrition obesity organic food outbreaks package packaging Persian pesticides policy post harvest poverty processed product processing product authorization QMS regulatory restaurant Rural development safety Saffron SayedMohammadNaimKhalid shopping snacks social responsibility strawberry unprocessed product value chain Waste water water safety WTO zest انګور ایزو تغذی خواړه خواړه ، هسپ ، دخوړ ساتنه ، د ریسک مدیریت خواړیز مصونیت د چرګ غوښه د حیواناتو روغتیا د خوړو مارکیت د غذایی موادو و چولو لاری چاری دخوړو پروسس دخوړو څخه ناروغۍ دخوړو محفظویت دغذایی موادو پروسس روغن پخت و پز ستاندارد ٰ، شیدی شیدی ،‌ دغذایی موادو پروسس شیر ، پاستوریزاسیون غوښه ‌،‌ کیفیت فسټ فوډ ،‌ افسردګی ،‌ خواړه کیفیت کیله لابراتوار مایکروبیولوژی ، د ریسک مدیریت مایونیز مصؤنیت غذایی وزن BMI