ژباړن : سید محمد نعیم خالد ۲۷ اپریل ۲۰۱۲
یوی ځیړنی چی په اوروپا کی په لاره اچول شوی وه ښودلی ده چی په یونان کی ۵۰ سلنه اطفال د چاغښت یا obesity په ناروغۍ اخته دی. دا ځیړنه د اورپایی ټولنی لخوا ورته مالی مرسته شوی وه او په PLoS ONE کی په نشر رسیدلی دی. د دی ځیړنی مورد نظر کسان هغه اطفال وو چی د ۱۰ او ۱۲ کلونو تر منځ یی عمر درلود.
یونانی خلک پدی ځیړنه کی د چاغښت له امله په لیست کی اول راغلی دی چی ۲۰ سلنه یی د چاغښت ناروغی لری او ۳۰ سلنه یی د نارمل وزن څخه زیات وزن لری.
دا ځیړنه په اوروپا د ۱۵ انستیتونو لخوا تر سره شوه او داسی یی ویلی دی چی نجونی نسبت هلکانو ته تنګۍ دی ، او نسبت د هلکانو څخه لږ سپورت کوی. هلکان ډیر تلویزون ګوری او ډیر غیر الکولی مشروبات څښی.
No comments:
Post a Comment