Showing posts with label food insecurity. Show all posts
Showing posts with label food insecurity. Show all posts

Tuesday, January 7, 2014

د خوراکی توکو کمښت په غور ولایت ک

د افغانستان په غور ولایت کې اوسېدونکي خلک د خوړو له بحران سره مخامخ دي او بل لور ته ځايي چارواکي وايي که خلکو ته د مرستو رسولو لړۍ چټکه نه شي، ستونزې به څو برابره ډېرې شي 
.
په غور ولایت کې د وچکالۍ او خوړو د لږوالي له امله سلګونه کورنۍ له دغه ولایته نورو سیمو ته کډه شوي دي.
له دې سره دغه ولایت کې واوره هم ورېدلې او د تودوخې درجه په کې منفي ۲۲ درجو ته ټيټه شوې ده 
.
له غور ولایت نه رسېدلي رپوټونه وايي، د دغه ولایت له لر او بر نه تر ۱۰۰۰ پورې کورنیو مرکزي ښار چغچران ته کډه کړې او سلګونه نورې کورنۍ هرات او نورو ولایتونو ته کوچېدلې دي 
.
غور د افغانستان له مرکزه لرې پروت ولایت دی او خورا سوړ موسم لري 
.
دغه ولایت کې د واورې اورښت پیل شوی او د لرو پرتو سیمو لارې یې د تړل کېدو له خطر سره مخامخ دي 
.
د خلکو د ستونزو په باب او دا چې اړو خلکو ته تر اوسه څومره مرستې رسېدلي، د غور والي ویندوی عبدالحی خطیبي وویل خلک د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ دی خو دوی لوړو مقاماتو ته د حالاتو رپوټ ورکړی او یو لړ مرستې پر لاره دي چې په وینا یې ژر به غور ولایت ته ورسېږي

دغه راز ښاغلي خطیبي د افغان حکومت له وسله والو مخالفانو او دغه ولایت کې شته غېر مسوولو وسله والو ډلو وغوښتل، چې خلکو ته د مرستو رسولو لاره کې خنډونه جوړ نه کړي 
.
دا چې غور له مرکز کابله لرې پروت ولایت دی، د حکومت او مرستندویه ادارو پام لږ ور اوړي.
په بېړني حالت کې د مرستو رسولو آدارې مرستیال اسلم سیاس وايي د غور خلکو سره د مرستو رسولو په حال کې دي.
وروستۍ شمېرې ښيي، چې غور کې نژدې یو مېلیون خلک ژوند کوي 
.
د دغه ولایت ځايي چارواکو نژدې پنځه میاشتې مخکې دغه ولایت کې د لوږې خطر او بشري بحران راتګ په باب خبرداری ورکړی و، خو داسې معلومېږي چې دغې سیمې ته د مرستو رسولو لړۍ لا هم سوکه پر مخ ځي او حالت په کې اندېښمنونکی دی.


د بی بی سی د خبری ویب پاڼی څخه

Labels

additives in food and its function Afghan afghan fruits Afghanistan Agriculture agriculture development allergen aspatum Breastfeeding business calendar cataloupe climate change; food system climate change; global warming; CO2 codex color codes Consulting convert cooking oil cooking temperature Corona Virus Covid-19 dairy developing countries eating healthy economic growth EFSA ethics EU event fat consumption food food business food business operator food control food cost Food Delivery food emergency food establishment food grade plastic food hygiene law food insecurity food inspection food inspection data food journal food label food law food losses food management food process food quality Food safety food safety costs food sampling food security food security; climate change food standard food surveillance food system food traceability food tracking Food Waste foodborne illness fraud GMP government greenhouses gasses Gregorian HACCP halal hazardous foods health claim Hebrew Hijri Horticulture ISO ISO 22000 Julina kosher lableling leadership Management meat meat safety milk quality milk safety NCD nutrition obesity organic food outbreaks package packaging Persian pesticides policy post harvest poverty processed product processing product authorization QMS regulatory restaurant Rural development safety Saffron SayedMohammadNaimKhalid shopping snacks social responsibility strawberry unprocessed product value chain Waste water water safety WTO zest انګور ایزو تغذی خواړه خواړه ، هسپ ، دخوړ ساتنه ، د ریسک مدیریت خواړیز مصونیت د چرګ غوښه د حیواناتو روغتیا د خوړو مارکیت د غذایی موادو و چولو لاری چاری دخوړو پروسس دخوړو څخه ناروغۍ دخوړو محفظویت دغذایی موادو پروسس روغن پخت و پز ستاندارد ٰ، شیدی شیدی ،‌ دغذایی موادو پروسس شیر ، پاستوریزاسیون غوښه ‌،‌ کیفیت فسټ فوډ ،‌ افسردګی ،‌ خواړه کیفیت کیله لابراتوار مایکروبیولوژی ، د ریسک مدیریت مایونیز مصؤنیت غذایی وزن BMI