د
افغانستان په غور ولایت کې اوسېدونکي خلک د
خوړو له بحران سره مخامخ دي او بل لور ته ځايي چارواکي وايي که خلکو ته د مرستو رسولو لړۍ چټکه نه شي، ستونزې به څو برابره ډېرې شي
.
په غور ولایت کې د
وچکالۍ او خوړو د
لږوالي له امله سلګونه کورنۍ له دغه ولایته نورو سیمو ته کډه شوي دي.
له دې سره دغه ولایت کې واوره هم ورېدلې او د
تودوخې درجه په کې منفي ۲۲ درجو ته ټيټه شوې ده
.
له غور ولایت نه رسېدلي رپوټونه وايي، د دغه ولایت له لر او بر نه تر ۱۰۰۰ پورې کورنیو مرکزي ښار چغچران ته کډه کړې او سلګونه نورې کورنۍ هرات او نورو ولایتونو ته کوچېدلې دي
.
غور د افغانستان له مرکزه لرې پروت ولایت دی او خورا سوړ موسم لري
.
دغه ولایت کې د واورې اورښت پیل شوی او د لرو پرتو سیمو لارې یې د تړل کېدو له خطر سره مخامخ دي
.
د
خلکو د
ستونزو په باب او دا چې اړو خلکو ته تر اوسه څومره مرستې رسېدلي، د غور والي ویندوی عبدالحی خطیبي وویل خلک د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ دی خو دوی لوړو مقاماتو ته د
حالاتو رپوټ ورکړی او یو لړ مرستې پر لاره دي چې په وینا یې ژر به غور ولایت ته ورسېږي.
دغه راز ښاغلي خطیبي د
افغان حکومت له وسله والو مخالفانو او دغه ولایت کې شته غېر مسوولو وسله والو ډلو وغوښتل، چې خلکو ته د مرستو رسولو لاره کې خنډونه جوړ نه کړي
.
دا چې غور له مرکز کابله لرې پروت ولایت دی، د
حکومت او مرستندویه ادارو پام لږ ور اوړي.
په بېړني حالت کې د
مرستو رسولو آدارې مرستیال اسلم سیاس وايي د
غور خلکو سره د
مرستو رسولو په حال کې دي.
وروستۍ شمېرې ښيي، چې غور کې نژدې یو مېلیون خلک ژوند کوي
.
د
دغه ولایت ځايي چارواکو نژدې پنځه میاشتې مخکې دغه ولایت کې د
لوږې خطر او بشري بحران راتګ په باب خبرداری ورکړی و، خو داسې معلومېږي چې دغې سیمې ته د مرستو رسولو لړۍ لا هم سوکه پر مخ ځي او حالت په کې اندېښمنونکی دی.
د بی بی سی د خبری ویب پاڼی څخه
No comments:
Post a Comment