چمتوکونکی: سید محمد نعیم خالد - ۲۰ جون ۲۰۱۲
مایونیز د غوړو او اوبو یو ایمولشن دی چی کابو ۸۰ سلنه غوړ لری. په معمولی ډول سره ۸۰ سلنه نباتی غوړ ، ۶ سلنه د هګیو زیړ ، ۴ سلنه وینګار یا سرکه ، ۱ سلنه بوره ، ۱ سلنه مالګه ، ۰،۵ سلنه مرچ او مصالحه ، ۷،۵ سلنه اوبه لری.
د پورته یادو شویو مواد ترځنګ ورته ژاولی او ټینګوونکی مواد لکه نشایسته هم ورته علاوه کیږی چی هغه ته یی خاص غلظت او د ټولیدو او ایمولشن وړیتا ورکړی.
په لویو کمپنیو کی د مایونیز د تولید پروسه په نیمه اتومات شویو ماشینونو کی تر سره کیږی.
د تولید مراحل:
- اول هګی یا د هغه پوډر په اوبو کی حلیږی او د ایمولسیفایر په توګه دنده تر سره کوی
- ورسته د هغه څخه د وینګار ورته علاوه کړی او ښه یی مخلوط کړی
- بیا ورته یوه قطره غوړ په فوری ډول سره علاوه کیږی او ښه مخلوطیږی
- بیا ورته باثباتوونکی یا Stabiliser ، او ساتونکی preservatives علاوه کیږی.
- بیا ورته مصالحه باب علاوه کیږی او تر هغه وخته پوری سره مخلوطیږی چی اوبه یی بیخی کمی شی.
- بسته بندی یی صورت نیسی
- او په یخه خونه کی باید وساتل شی.
که چیری د هګۍ زیړ پیدا نشی نو تاسی کولای شی چی د مصنوعی ایمولسیفایرونو څخه لکه Lecithin ، Lipovitellin او یا Levetin څخه استفاده وکړی.
د تولید لپاره یی لاندی وسایل پکار راځی:
- د مخلوط کولو او ذخیر ټانک
- سنتروفیوجی پمپ
- تیوبی یا سطحی دحرارت تبادله کوونکی
- د ګرمو اوبه د تمویل ماشین
- د ساتلو لپاره پیپ
- د کنترول سیستم - دحرارت ، پی اچ، د شحمو د کنترول سیستم
- د ځای په ځای پاکولو یا CIP سیستم باید موجود وی.