ژباړن : سید محمد نعیم خالد - ۲۰ جون ۲۰۱۲
د Tufts پوهنتون ځیړونکو یو داسی قوی او مؤثره ماده جوړه کړی ده چی په بدن کی کوم زهری مواد موجود وی او هغه ضعیف کړی. زهر یا ټاکسین په بدن کی د مضره بکتریا لکه Clastridium botulinum او یا د E. coli ځینی خاص سټرینونه د انسان په بدن کی د زهرو د تولید لامل کیږی چی کله کله د مرګ سبب کیږی.
تر ننه ورځی پوری د بدن د تقویی په خاطر تر څو چی وکولای شی چی د ددې زهرو په مقابل کی مقاومت وکړای شی نو د مصؤنو حیواناتو د انتی باډۍ څخه به یی استفاده کوله. دی نوعی معالجی معمولا صحت ته تاوان لرلو د بیلګی په ډول سره د سروم ناروغی ، ناپیژندل شوی ویروسونه او ددی ترځنګ قیمت یی هم لوړ دی. ضمنا ټاکسین له منځه نه وړی بلکه د هغو د غیر فعالتوب سبب کیږی چی د بیا حملی احتمال یی زیات وی.
د خوښۍ ورځ ده چی د یاد شوی پوهنتون ځیړونکو یوه داسی ستراتیژی جوړه کړی چی دهغه په ترځ کی به یو واحده انتی باډی مختلفو ځایونو ته چی په هغه کی ټاکسین ځای په ځای کیږی ، هدایت کیږی. پدی ډول سره په ټاکسین باندی قوی تاثیر کوی او هغه د بدن د سیستم څخه مینځی.
No comments:
Post a Comment