چمتو کوونکی : سید محمد نعیم خالد - ۲۷ اپریل ۲۰۱۲
۵ ایسونه یا 5S هغه سیستم دی چی د لمړی ځل لپاره په جاپان کی د کار د ښه کیدو ، د ښه کیفیت لاس ته راوړل او د کاری محفوظیت په موخه جوړ شوی وو. نن ورځ ددی سیستم څخه تقریبا په هر نوع چاپیریال کی استفاده کیږی. دا ځایونه کیدای شی لویه کمپنۍ، آشپزخانه ، ذخیره ځای او کاری ځای وی.
ددی سیستم یا ۵ ایسونو اساس د جاپانی کلمو څخه اخستل شوی دی. او په لاندی ډول دی.
Seri دا کلمه د سورت یا ګروپ بندی په معنی کارول کیږی. ددی کلمی په پام کی نیولو سره باید ټول هغه شیان چی اوس نه په کار کیږی ګوښی کیښودل شی او د کاری وسایلو څخه ګوښی شی. د کار د مخه باید دا پلان ونیسی چی کوم شیان لازم دی او په کوم مقدار باید راوړل شی. او په کوم ځای کی کیښودل شی.
Seiton دا کلمه د منظم ایښودلو په معنی سره استعمالیږی. د هر شی لپاره باید یو خاص ځای شتون ولری. د مثال په ډول د جارو ، چاقو ، لوښو او نور شیانو لپاره باید یو خاص ځای شتون ولری چی د هغه له لاری هغه ته لاس رسۍ آسانه وی. پدی ځای کی داسی یوه جمله ډیره مفیده او موثره ده ( د هر شی لپاره یو خاص ځای ، او هر شی په خپل خاص ځای کی). پدی ځای کی موږ کولی شو د رنګی کود یا نښو ، لیبل او یا نور لارو څخه په استفاده دا کار وکړو.
Seisou دا کلمه د ځلولو په معنی راغلی. پدی برخه کی باید ټول ځایونه په منظمه توګه پاک شی او هغه وځلول شی. کله چی ځایونه پاک وی نو هر هغه غیر منظم شی چی ولیدل شی زر کشف او د هغه لپاره د حل لاری موندل کیږی.
Seiketsou دا کلمه د معیاری کولو په معنی راغلی ده. ددی څخه موخه داده چی ځایونه او شیان باید سورت او منظم شی او بیا پاک شی. په عمومی شکل سره ددی څخه موخه داده چی پورته دری یاد شوی ایسونه باید عملی شی.
Shiksuke د پورته معیار لپاره باید یو منظم د ارزیابۍ میتود او لاره جوړه شی.
No comments:
Post a Comment