لیکونکی: سید محمد نعیم خالد
نن ورځ په نړۍ که په ملیونونو داسی قضی پیږیږی چی خواړه یی عامل بلل کیږی. نو څنګه موږ کولی شو چی خپل خواړه پاک وساتو. د امریکی د خوړو د مصؤنیت اداری ددی لپاره چی خواړه محفوظ وی، ۴ ټکی وړاندیز کړی دی:
۱. خپل د خوړو خام مواد باید ووینځی البته د باده د نه وی وتلی چی د غوایه ، پسه او چرګ غوښه او هګۍ باید و نه وینځل شی. پدی برخه کی لاسونه هم شامل دی چی باید په پاکو ، ګرمو اوبو په صابون سره د ۲۰ ثانیو لپاره وونیځل شی.
۲. خواړه مو سره بیل کړی - خپل هغه خواړه چی خام خوړل کیږی او هغه خواړه چی پاخه خوړل کیږی باید بیل شی. هغه خواړه چی پاک وی او هغه خواړه ککړ وی سره ګوښی شی. هغه خواړه چی یخ استفاده کیږی او هغه خواړه چی ګرم استفاده کیږی باید یو د بل څخه بیل شی، تر څو د ددوهمی مصمومیت څخه مخ نیوی وشی.
۳. خواړه باید ښه باخه شی - ټول خواړه د هغه د مصؤنیت په خاطر باید حد اقل د ۶۵ درجی د سانتی ګرید څخه چی د هغه خوړو د زړه حرارت اخستل کیږی ، لوړ وی او د ۳ دقیقو لپاره بادی پاخه شی. حرارت باید د ډیر وخت لپاره هم نه وی څکه چی په خوړو کی معمولا به غوښه د اکرولامیدو د زیاتیدو لامل کیږی. خواړه د ۵ او ۶۳ درجو د سانتی ګرید ډیر د خطر په حال کی وی څکه چی پدی وخت بکتریا په دیر سرعت او لوګاریتمیک حالت سره وده کوی او نفوس یی زیاتیږی. هغه خواړه چی معموملا ګرم خوړل کیږی باید د ۶۳ درجو د سانتی ګرید څخه یی د حرارت درجه کمه نشی.
۴. خواړه باید ډیر زر یخ شی - هغه خواړه شی کله د دکان څخه تر لاسه شی باید ذر منفی یا مثبتی یخی خونی ته ولیګل شی. منفی یخه خونه باید په حد اقل توګه منفی ۱۸ درجی حرارت ولری. او مثبت یخه خونه باید د صفر درجی څخه ښکته وی او منفی ۹-۱۲ پوری رسیږی. هغه خواړه چی باید یخ تری استفاده وشی باید د صفر او ۳ سانتی ګریدو د حرارت لاندی وساتل شی. که چیری غواړی چی خپل یخک شوی خواړه بیرته مثبت یخ حالت ته راولی باد د ۲ ساعتونو څخه دیر وخت ونه نیسی. او که چیری غواړی چی د یخ حالت یعنی مثتب ۱۰ څخه ۶۳ درجو ته حرارت لوړ کړی نو باید د یو ساعت څخه ډیر وخت و نه نیسی.
علاونه ددی څلورو ټکو څخه باید دا هم په پام کی ونیسی چی خواړه مو د * د انقضا د تاریخ څخه د مخه استعمال شی* او خپل خواړه هیځ وخت په آزاده هوا کی مه ایږدی.
اخځنه: د مارچ ۶ -۲۰۱۲
د اوروپا د خوړو قانون - ۱۷۲
د امریکی د خوړو د مصؤنیت اداره - http://www.foodsafety.gov/keep/basics/chill/index.htm
No comments:
Post a Comment