ژباړن: سید محمد نعیم خالد
خبری منبع: ګلوبل میټ نیوز - ۱۱ جولای ۲۰۱۲
د امریکا د خوړو د خدماتو تمویل کوونکو باندی فشار راوستل شوی دی تر څو ۳۰۰۰۰۰ پونډه غوښه د ممکنه بکتریایی مصابیت له امله د مارکیټ څخه بیرته راغوڼده کړی.
یوی کمپنۍ چی د New Jersey-Based Buona Vita په نوم سره یادیږی ۳۲۴۷۷۰ پوڼده غوښه چی ټوله په يخو خونو کی ساتل کیده بیرته د مارکیټ څخه ټولوی.
د مارکیټ څخه د خوړو د راټلویدو اعلان یا food recall د امریکا د خوړو د محفوظیت د اداری چی په کرهنی وزارت کی یی قرار لری، هغه وخت اعلان کړ چی کله دوی د ورځنیو مایکروبیولوژیکی ټسټونو په ترځ کی Listeria بکتریا پیدا کړله .
تر اوسه پوری د کومی ناروغۍ ندی ثبت شوی مګر دا اداره د ټولو هغه کسانو لپاره چی فکر کوی دخوړو له امله ناروغ دی نو هغوی باید ډاکټر ته مراجعه وکړی او خپله ناروغی ثبت کړی.
No comments:
Post a Comment