چمتو کوونکی : سید محمد نعیم خالد - ۲۴ جون ۲۰۱۲
هګۍ د خوړو په ډګر کی ډیر ارزښت لری او په کافی اندازه مغذی مواد لرونکی ده. کابو ۲ لویی هګی په اوسط ډول سره ۱۲ ګرامه پروټین لری، ۱،۲ ګرامه کاربوهایډریت لری، ۱۱ ګرامه لیپیډ ، او مناسب ډول سره اوسپنه ، فاسفورس ، ویټامین ای ، آی او K او اکثرا B complex ویټامینونه لری. د هګیو سپین تقریبا ۹۰ سلنه اوبه لری او کابو ۵۰ سلنه پروټین ، نیاسین او ریبو فلاوین لری. اکثرا ویټامینونه او منرالونه د هګیو په زیړو کی ډیر پیدا کیږی. د هګیو زیړ رنګ د xanthophlls د پګمنت په خاطر دی.
د هګیو د پروسس مراحل
د هګیو څخه په مجموعی ډول سره په بیلا بیلو برخو کی استفاده کیږی او کله کله یوازی د هګیو سپین او یا د هګیو زیړ بیلا بیل استعمال لری.
۱ - هګۍ د یخچال څخه اخستل کیږی او وزن کیږی.
۲ - چټلی هګۍ مخکی له ماتیدو څخه د ویځل کیږی. د اوبو حرارت باید پدی وخت کی ۱۰۶ درجی د سانتی ګراد وی.
۳ - خرابی او فاسدی هګۍ د لایزر شعا یا شمع څخه تیریدو یا candling په پروسه کی ګوښی کیږی.
۴ - بیا هګۍ په ماشینی او یا هم په میخانیکی ډول سره ماتیږی. چی یو یو ماهر نفر د یو ساعت په لړ کی ۵۰۰ څخه ۸۰۰ پوری هګۍ ماتولی شی.
۵ - ورسته د ماتیدو څخه د هګۍ زیړ او سپین سره ګوښی کیږی. او د ګوښی کیدو په ترځ کی د هګیو سپین یا البومین سره یوځای نشی څکه د هغه د کیفیت د خرابیدو لامل کیږی. اوس مهال د تکنالوژۍ د پرمختګ له امله تر ۰،۰۲ سلنی پوری دقت لری. او پدی وخت به د هګیو سپین ۱۲ سلنه جامد مواد ولری او د هګیو زیړ به ۲۴ سلنه جامده برخه ولری.
۶ - د کاملی هګۍ، د هګیو زیړ ، او یا د هګیو د ړېړو پوډر باید هموجنایز شی.
۷ - ورسته باید فلتر شی او دهغه په ترځ کی ممبرانونه او د پوست د اصلی محصول څخه ګوښی کیږی.
۸ - بیا د هغه ته ۶۴ څخه تر ۶۶ سانتی ګراد پوری حرارت ورکول کیږی او د ۲ څخه تر ۴ دقیقو پوری ساتل کیږی، چی ورته پاستوریزیشن وایی. چی د اکثری میکروبونو لکه E.coli او Salmonella غیر فعاله کړی او یای هم وده ته توقف ورکړی.
۹ - ورسته د پاستوریزشن څخه د کاملی هګۍ چی ۲۰ څخه تر ۲۷ سلنه جامده برخه لری او یا د هګیو زیړ چی ۴۰ څخه ۴۸ سلنی پوری جامده برخه لری ، spray dryer ته معرفی کیږی. د تودی هوا په واسطه چی ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ سانتی ګرادو پوری د حرارت درجه لری ، وچیږی.
۱۰ - د هګیو سپین د زیړو خلاف پاستوریزه کیږی نه بلکه د تخمر پروسی لاندی راځی.
۱۱ - نهایی پوډر به د ۲ څخه ۴ سلنی پوری رطوبت ولری او د هغه کثافت به ۰.۳۵ ګرام پر سانتی مترمکعب سره وی.
۱۲ - ورسته دهغه څخه د یخولو پروسه صورت نیسی
۱۳ - بیا په بسته کی اچول کیږی.
۱۴ - ورسته د ذخیره ته انتقال او ذخیره کیږی.
No comments:
Post a Comment