Monday, June 25, 2012

د خوړو ساتونکی یا Food preservative


ژباړن او مؤلف : سید محمد نعیم خالد - ۲۵ جون ۲۰۱۲

د خوړو ساتونکی په طبیعی یا مصنوعی شکل سره شتون لری. علاوه ددی چی د خوړو د ساتلو لپاره تری استفاده کیږی په فارمستیک محصولاتو ، رنګونو ، بیولوژیکی سمپولونو ، لرګی او داسی نورو کی د خرابیدو او فاسدو د مخنیوی په خاطر چی د مایکروبونو په واسطه صورت نیسی،‌ استعمالیږی.‌ علاوه ددی د رنګ ساتلو، د بوی نه ورکولو څخه هم مخنیوی کوی. 

نن ورځ د خوړو د سالم توب د کیفیت په برخه کی ډیر ارزښت لری او د د خوړو د زهری کیدو یا intoxication څخه مخنیوی کوی. 

د خوړو ساتونکی د خوړو په صنعت کی معمولا خوړو ته د علاوه شوو توکو یا Food additive تر عنوان لاندی ځیړل کیږی. ددی مواد استعمال کیدای شی په انفرادی ډول سره د یوه ساتونکی په توګه استعمال شی او یا هم د ساتلو د نورو طریقو سره یوځای استعمال شی. 

په اروپا کی ورته د نورو خوړو ته علاوه کیدونکو موادو یا Food additives په توګه E نمبر ورته ورکول کیږی چی د ۲۰۰ څخه تر ۲۹۹ پوری وجود لری. مګر ځینی استثنآت لری. 
د خوړو ساتونکی کیدای شی چی ضد میکروب یاantimicrobial خواص ولری او د بکتریا، قارچونو او شړاوو د ودی مخنیوی وکړی. یا هم کیدای شی چی د ضد اکسیدیشن یا antioxidant په توګه تری استفاده وشی. چی ځینی وخت د اوکسیج جذبوونکو یا oxygen absorbers په نوم یادیږی چی د خوړو د اوکسیجن د جذب لامل کیږی. 

ډیر عام مصنوعی ضد میکروبونه چی په خوړو کی استعمالیږی عبارت دی له سوربیک اسید، مالګی ، بنزویک اسید او مالګی یی، کلسیم پروپیونیت‌،‌ سودیم نایتریت ، سلفایټونه لکه سلفر دای اوکساید، سودیم بای سلفاید، پوتاشیم هایدروجن سلفاید او سودیم EDTA دی.‌

ډیر عام مصنوعی انتی اوکسیدانتونه عبارت دی له پروپایل ګالیټ، بیوټالیټید هایدروکسی انیزول یا BHA ،‌ بیوټالیټید هایدروکسی تالوین یا BHT دی. 

په طبیعی توګه سره د یوتعداد نباتاتو او د هغه څخه استحصال شوی مواد لکه د روزمری څخه مواد، هاپ، مالګه ، بوره ، سرکه ، الکول، ډای اتومیش خاوره او د کاستر تیل هم د طبیعی مهمو خوړو ساتونکو په توګه استعمال شوی دی.‌ علاوه ددی په میوو او سبو کی په طبیعی ډول سره واقع کیدونکی ستریک اسید، اسکوربیک اسید په لیمو او ستروسی میوو کی وجود لری چی په غوځو شویو میوو کی د هغه په سطح باندی د phenolase انزایم مخنیوی کوی که چیری دغه ورته علاوه نشی نو د هغه سطح به ډیر زر نصواری رنګ اخلی. 

یو څو مهم دخوړو ساتونکی چی په اروپا کی په ډیر رایج ډول سره استعمالیږی:
سوربیک اسید 
پوتاشیم سوربیټ
کلسیم سوربیټ
بنزویک اسید
سودیم بنزویټ
پوتاشیم بنزویټ
کلسیم بنزویټ
کلسیم سلفایټ
تیوبندازول
سودیم نایتریټ
پوتاشیم پروپیونیټ
نایزین
سودیم نایتریټ
بوریک اسید
نتامایسین
سودیم تترابوریټ
کاربن دای اکساید
پروپیونیک اسید
کلسیم پروپيونیټ
پوتاشیم نایتریټ

No comments:

Post a Comment

Labels

additives in food and its function Afghan afghan fruits Afghanistan Agriculture agriculture development allergen aspatum Breastfeeding business calendar cataloupe climate change; food system climate change; global warming; CO2 codex color codes Consulting convert cooking oil cooking temperature Corona Virus Covid-19 dairy developing countries eating healthy economic growth EFSA ethics EU event fat consumption food food business food business operator food control food cost Food Delivery food emergency food establishment food grade plastic food hygiene law food insecurity food inspection food inspection data food journal food label food law food losses food management food process food quality Food safety food safety costs food sampling food security food security; climate change food standard food surveillance food system food traceability food tracking Food Waste foodborne illness fraud GMP government greenhouses gasses Gregorian HACCP halal hazardous foods health claim Hebrew Hijri Horticulture ISO ISO 22000 Julina kosher lableling leadership Management meat meat safety milk quality milk safety NCD nutrition obesity organic food outbreaks package packaging Persian pesticides policy post harvest poverty processed product processing product authorization QMS regulatory restaurant Rural development safety Saffron SayedMohammadNaimKhalid shopping snacks social responsibility strawberry unprocessed product value chain Waste water water safety WTO zest انګور ایزو تغذی خواړه خواړه ، هسپ ، دخوړ ساتنه ، د ریسک مدیریت خواړیز مصونیت د چرګ غوښه د حیواناتو روغتیا د خوړو مارکیت د غذایی موادو و چولو لاری چاری دخوړو پروسس دخوړو څخه ناروغۍ دخوړو محفظویت دغذایی موادو پروسس روغن پخت و پز ستاندارد ٰ، شیدی شیدی ،‌ دغذایی موادو پروسس شیر ، پاستوریزاسیون غوښه ‌،‌ کیفیت فسټ فوډ ،‌ افسردګی ،‌ خواړه کیفیت کیله لابراتوار مایکروبیولوژی ، د ریسک مدیریت مایونیز مصؤنیت غذایی وزن BMI