لیکنه : سید محمد نعیم خالد
غذایی علوم د خوړو تخنیکی اړخ تر ځیړنی لاندی نیسی. دا ځیړنی د فارم یا مزرعی څخه شروع او په آخری مصرف کوونکی باندی ختمیږی. د مثال په توګه د غنمو د ریبولو څخه تر وچی ډوډۍ او یا د چرګ حلالول تر کباب پوری او ورسته تر آخری مصرف کوونکی پوری تر مطالعی لاندی نیسی.
د غذایی علومو مهم موضوعات:
د غذایی علومو ساینس پوه د نوی محصولاتو په انکشاف، ډیزاین او طرح، پروسس، بسته بندی، د ساتنی عمر،د خوړو اړوند حسی مطالعات، د مشتریانو روان شناسی، د خوړو مارکیتنګ، کیمیاوی او بیولوژیکی تحلیل په موضوعاتو باندی ځرخیږی. په عمومی توګه ویلی شو چی غذایی علوم د نورو علومو د ترکیب څخه منځ ته راغلی دی او ډیره عملی بڼه لری. ځینی هغه مضامین چی غذایی علومو کی مطالعه کیږی عبارت له :
۱ - د خوړو محفظویت
۲ - غذایی مایکروبیولوژی
۳ - د غذا ساتنه
۴ - غذایی انجینری
۵ - د نوی محصول انکشاف
۶ - دغذا حسی تحلیل
۷ - غذایی کیمیا
۸ - غذایی فزیکی کیمیا
۹ - د غذا بسته بندی
۱۰ - مالیکولی غذا پیژندنه
۱۱ - غذایی تکنالوژی
۱۲ - غذایی فزیک
No comments:
Post a Comment