د غذایی موادو ساتنه یا Food Preservation هغه پروسه ده چی د هغه په ترځ کی خواړه پداسی شکل سره معامله کیږی چی د هغه د خرابیدو مکمل مخنیوی وکړی او یا هم د هغه د خرابیدو د ډیر پرمختګ څخه مخنیوی وکړی. د خوړو دا خرابیدنه کیدای شی چی د هغه کیفی حالت، خواړیزه ارزښت، فزیکی، کیمیاوی او یا هم بیولوژیکی جوړښت متاثره کړی. پدی پروسه کی معمولا د مایکرو اورګانیزمونو لکه بکتریا، قارچونو، توه منه یا خمیر مایه او دنور څخه مخنیوی وکړی. پدی برخه د انزایمونو په واسطه دخرابیدو څخه هم مخنیوی ممکن دی.
دخوړو د ساتنی لاری چاری :
۱ - حرارت ورکول چی مایکرواورګانیزمونه مړه کړی او یا هم ځینی انزایمونه یی غیر فعاله کړی
۲ - اکسیدیشن لکه د سلفر دای اکساید استعمال
۳ - اوزنیش - یا د اوزون استعمال یا د هغه اوزن ورکړ شوو اوبو استعمال دی چی میکروبونه د منځه وړی،
۴ - په زهری شکل سره د میکروبونو مخنیوی دی
۵ - دیهایدریشن یا د محصولاتو وچول .
۶ - اسموتیک مخنیوی دی لکه د شربتونه جوړونه
۷ - د یخی هوا په مرسته د میکربونو غیر فعاله کول
۸ - د اوبو د لوړ فشار پواسطه ساتنه
۹ - او یا هم د ددی ټولو لارو چارو ترکیب.
No comments:
Post a Comment