Friday, August 7, 2020

پر غذایی امنیت د کوید ۱۹ اغیزی

 لیکوال: سید محمد نعیم خالد – د غذایی علومو ماسټر، اګست ۶ - ۲۰۲۰

د نړۍ د پرمختګونو سره، غذایی سکتور هم په ډیرو هیوادونو کی ښه وده کړی ده. غذا په زرهاوو کیلومتره سفر کوی تر څو زموږ دسترخوان ته ورسیږی. دا غذایی سفر د بزګر څخه زموږ تر دسترخوان پوری د غذایی ارزښت زنځیر په نامه سره یادیږی معنی دا چی په هره مرحله د سفر کې په غذا یا غذایی توکی باندی ارزښت علاوه کیږی. پدی ډول د ارزښت د زنځیر په هره کړۍ کې شریکان مثلا بزګران، د ترانسپورت شرکتونه، د ذخیره ځایونه، د پروسس شرکتونه، سوپرمارکیتونه، دوکانونه، رستورانتونه او حتی د تولید لپاره کمکی موادو لکه د نباتی او حیوانی نارغیو او آفاتو دواګانو او کیمیاوی سرو شرکتونه هم ګټه اخلی او ټول یو پر بل باندی تړلی وی.

کله چې د ارزښت زنځیر یوه کړۍ د یو ناورین له امله ماتیری، نو نوری کړی به هم ورڅخه متضرره کیږی. د کرونا په راتګ سره د دی زنځیر څو کړۍ ماتی شولی. په خاصه توګه بزګران او د ترانسپورت سکتور ډیر ضرر وکړ څکه چې بزګر یو کال مخکی د دی وضعیت څخه خبر نه وو او تولید صورت و موند مګر ځای په ځای ګرځبندیزونه ولګیدل، رستورانتونه وتړل شول، تقاضا کمه شوله، د خلکو اقتصادی وضعیت خراب شو. دا کارونه ددی لامل شول چې بزګران خپل غذایی توکي د منځه یوسی. پر مخ تللو هیوادونو کې بله ستونزه داده چې بزګران خپل کرنیز محصولات په وړیا شکل په چاپیریال کی نشی اچولی. نو اړینه ده چې د هغه خرابولی لپاره هم باید ډیر مصارف وکړی تر څو د اضافی یا خرابی غذا یا غذایی توکی څخه ځان خلاص کړی.

کوید ۱۹ غذایی سکتور د کومو ستونزو سره مخ کړی؟

اقتصادی ستونزی: لکه څنګه مو چې مخکی رڼا ورباندی واچوله، د غذا د ارزښت زنځیر هره کړۍ اقتصادی ارزښت لری. د هری کړۍ په مختل کیدو سره، د کړۍ شریکان تاوان کوی.

د تولید مانع: په هره اندازه چې تقاضا کمیږی په همغه اندازه بزګر تولید کموی. دا په خپل وار سره د کروندی کاریګر بیکاره کوی.

د نرخونو لوړیدل: ډیر کم بزګران به تولید ته ادامه ورکوی. نو تقاضا به ډیره وی او تمویل کم.  د دی پخاطر به بزګر کولی شي چې د خپلی خوښی مشتری ته غذایی توکی وپلوری او لوړ قیمت به ورباندی کیږدی. ضمنا د تولید منابع هم قیمته کیږی چې د نهانی محصول په نرخ به منفی تاثیر کوی. د نرخونو تاثیرا د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخی په درۍ ډوله ویشل شوی. ۱) بیخی ډیر متاثره شوی هیوادونه، ۲) ډیر متاثره شوی هیوادونه او ۳) په اوسط ډول سره متاثره شوی هیوادونه. مثلا لاندی ګراف کی تاسی د جنوری او مارچ میاشتی تاثیرات لیدلی شی. دا ارقام ښیی چی ۱۵ هیواډونو کی غذا بیخی ډیره قیمته شوی، ۱۰ هیوادونو کی ډیر قیمت لوړ شوی او ۲۶ هیوادونو کی په میانه ډول قیمت لوړ شوی. البته دا تاثیرات کیدلی شی د وخت په تیریدو سره نور هم ډیر شی.

واړه تولیدونکی یا بزګران ډیر تاوان کوی: دا بزګران چې په معمول شکل سره کمه ځمکه لري او خپل فارم یی یوازی د ځان لپاره وی او په کمه اندازه اضافی مواد یی بازار ته عرضه کوی، دا خلک ډیر متضرر کیږی. څکه چي اوس حتی د ځان لپاره غذا نشی تولیدولی او اضافی غذا نلری چي بازار ته یی عرضه کړی، نو دوی د دواړو خواوو څخه په تاوان کی دی.

کوید ۱۹- د تغذیی اړوند ستونزی:

د کوید ۱۹ یو د منفی تاثیراتو څخه د خلکو په تغذیوی حالت باندی دی. پدی کی ډیر هغه خلک چی مخکی له مخکی روغتیایی ستونزی لری لکه د ډیر عمر لرونکی کسان، حامله ښځي، د مزمنو نارغیو لرونکی او اطفال. د بیلګی په ډول د ملل متحد د راپورنو له مخی اوس مهال د کوید ۱۹ له امله د ۲ میلیونه په شاخوا کی اطفال په خوارځواکی اخته شوی او ډیر یی مړه کیږی. د نړی تقریباْ ۸۲۰ میلیونه خلک د فقر سره مخامخ وو. اوس هغه حالت نور هم سختیږی. لوږه د کرونا څخه مخکی ۱۳۵ میلیونه تخمین شوی او د ۲۰۲۰ په پای کی دا امکان لری ۲۶۵ میلیونه ته ورسیږی.

په بالغو کسانو کی هم کوید ۱۹ منفی اغیزی لری. ډیر کسان د کرونا له امله په کور پاتی دی، د کور څخه ډیر بهر ته نه ځی او کار نه کوی. یخچال او پخلنځي ته نژدی وی. نو دا کار د دی لامل کیږی چی نفر ډیره غذا وخوری. ډیره غذا پدی معنی چی د ورځنی اړتیا څخه ډیره انرژی اخلی. کله چی انرژی په بدن کی ډیره شی نو سړۍ چاغیږی.

د غذا تهیه  او صحت:

با وجود د دی چی کوید ۱۹ د غذا له لاری انسان ته نه انتقالیږی. مګر د حفظ الصحی عمومی حالت د مخکی څخه ښه شوی دی. اوس هر څوک د دی په ارزښت پوهیږی چی څه وخت د ۲۰ ثانیو لپاره لاسونه و مینځي. البته د غذا د تهیی کولو په سکتور یی د کوید۱۹ ستونزی ډیری دی. مخصوصاْ هغه کسان چی په داخل یا سر تړلو کارځایونو کی بوخت وی، د هغوی د ناروغ کیدو خطر دی. د بیلګی په ډول په امریکا کی د غوښو د کمپنیو ډیر کارمندان د دی په خاطر چی په کمه فاصله کی به یو د بل سره ولاړ وو، او د هوا د تخلیی تړلی سیستم یی لرولو، نو تر ۹۰ سلنه د هغوی د ناروغ کیدو چانس ډیر وو، او کاریګر یی ناروغ شول.

پورته یادی شوی ستونزه معمولا د غذایی ارزښت د ځنځیر یوی کړی ته تاوان کوی او د هغه له کبله غذا په مارکیت کی کمیږی، د غذا قیمت لوړیږی او ډیر خلک غذا نشی اخستی. څکه نو د غذایی ناامنی لامل کیږی.

د کوید ۱۹ ناروغۍ د غذا په سکتور کی ځینی فرصتونه هم منځ ته راوړل او د غذایی سکتور په برخه کی یی د نویو شغلونو د رامنځ راتګ لامل شو. یو د هغه د غذا رسونه (food delivery) ده. دا کار مخکی په ځینی هیوادونو کی کیدا. مګر د کرونا په راتګ سره خلک په کور شول، او غوښتل یی چی د بیرون سره کم تماس ولری. نو ډیر تمرکز په انلاین ډول سره د غذایی توکو اخستلو ته وواښت. ټول آنلاین اخستل شوی غذایی توکی باید په وخت مصرف کوونکی ته ورسیږی. نو څکه اوس مهال پدی سکتور کی ډیر خلک په کار بوخت دی.

د غذایی امنیت په خاطر کومی د حل لاری کارول شوی؟

د نړۍ په بیلا بیلو برخو کی مختلف پروګرامونه د غذایی امنیت د ساتلو په خاطر کارول شوی.

امریکا:

په امریکا کی د کرونا څخه د مخه دوه مهم پروګرامونه فعال وو. یو پروګرام یی خاص د میندو او اطفالو لپاره دی. دا پروګرام د ویک په نامه یادیږی او د حامله ښځو او هغو اطفالو لپاره چی د ۵ کلونو څخه کم عمر لری ورکول کیږی. دوهم پروګرام د د سنپ په نامه یادیږی. دا پروګرام د هغو کسانو یا فامیلیونو لپاره دی چی عاید یی کم وی. د کرونا په فصل کی ډیرو کسانو دندی له لاسه ورکړلی نو دولت مجبور شو چی خلکو ته د پیسو مقدار پدی برنامو کی ډیر کړی تر څو د لوږی څخه مخ نیوی وکړی. یو بل پروګرام د ښونځی د زده کوونکو لپاره دی چی معمولا ښه مکتب کی د سهار ناشته او د غرمی ډوډۍ تیاروی. د دی په خاطر چي مکتبونه رخصت دی، نو دا پروګرام په وړیا ډول سره د اړو کورنیو سره مرسته کوی. د دی تر څنګ یو بل رضاکارانه پروګرام هم شتون لری البته د خلکو د بسپنی په مټه چلیږی. دا پروګرام د ځینی غذایی تجارتونو څخه په وړیا ډول غذا تر لاسه کوی او بیا یی دوی اړ کسانو ته ویشی.

افغانستان:

په افغانستان کی د دولت لخوا د کرونا په مناسبت ۲ پروګرامونه په لاره واچول شول. لمړی پروګرام یی د وچی ډودۍ ویش او د غنمو ویشل وو. دوهم پروګرام چی د پارلمان لخوا ورته رایه ورنکړل شوه. البته د دی پروګرام امکان درلود چی غریبو خلکو ته یی ګټه رسولی وی. څکه دا خلک د ورځی خواړه په همغه ورځ د کار څخه لاس ته راوړی او کله چی کار نه وی، نو معنی دا چی دوی غذا هم نلری.

هند:

هند د نفوس د زیاتولای په خاطر خاص پروګرام چی د ټولو اړ کسانو سره مرسته وکړی، شتون نلری. مګر په دینی مراکزو کی د خلکو لپاره په وړیا ډول غذا ویشل کیږی. البته په هند کی چی د عاجلو خدماتو په خاطر یوه شبکه چی ۸۰۰ میلیون کسان پکښی شامل دی، وکارول شو. د دی پروګرام له مخی چی نوم یی PDS دی هری کورنۍ ته د میاشتی ۵ کیلو غنم یا وریجی او ۱ کیلو حبوبات لکه نخود، لوبیا او یا دال په وړیا توګه ویشل کیږی.

فرانسه:

په فرانسه کی یو پروګرام د فوډ وچر په نامه باندی د دولت او ځینی خیریه بنسټونو له طرفه وویشل شول. مثلا د کرفور سوپرمارکیت لخوا یو تعداد کسانو ته ۵۰ یورو وړیا شکل پدی کارت کی ورکړل شوی. دا پروګرام د لمړی ځل لپاره په ۱۹۲ کال کی شروع شو او خلکو به چی دا کارت درلود نو په وړیا شکل به یی په ځینی رستورانتونو کی ډوډۍ خوړلۍ شوی. 

 

 

No comments:

Post a Comment

Labels

additives in food and its function Afghan afghan fruits Afghanistan Agriculture agriculture development allergen aspatum Breastfeeding business calendar cataloupe climate change; food system climate change; global warming; CO2 codex color codes Consulting convert cooking oil cooking temperature Corona Virus Covid-19 dairy developing countries eating healthy economic growth EFSA ethics EU event fat consumption food food business food business operator food control food cost Food Delivery food emergency food establishment food grade plastic food hygiene law food insecurity food inspection food inspection data food journal food label food law food losses food management food process food quality Food safety food safety costs food sampling food security food security; climate change food standard food surveillance food system food traceability food tracking Food Waste foodborne illness fraud GMP government greenhouses gasses Gregorian HACCP halal hazardous foods health claim Hebrew Hijri Horticulture ISO ISO 22000 Julina kosher lableling leadership Management meat meat safety milk quality milk safety NCD nutrition obesity organic food outbreaks package packaging Persian pesticides policy post harvest poverty processed product processing product authorization QMS regulatory restaurant Rural development safety Saffron SayedMohammadNaimKhalid shopping snacks social responsibility strawberry unprocessed product value chain Waste water water safety WTO zest انګور ایزو تغذی خواړه خواړه ، هسپ ، دخوړ ساتنه ، د ریسک مدیریت خواړیز مصونیت د چرګ غوښه د حیواناتو روغتیا د خوړو مارکیت د غذایی موادو و چولو لاری چاری دخوړو پروسس دخوړو څخه ناروغۍ دخوړو محفظویت دغذایی موادو پروسس روغن پخت و پز ستاندارد ٰ، شیدی شیدی ،‌ دغذایی موادو پروسس شیر ، پاستوریزاسیون غوښه ‌،‌ کیفیت فسټ فوډ ،‌ افسردګی ،‌ خواړه کیفیت کیله لابراتوار مایکروبیولوژی ، د ریسک مدیریت مایونیز مصؤنیت غذایی وزن BMI