لیکنه : سید محمد نعیم خالد - ۱۶ اګست ۲۰۱۲
ایتلین یا C2H4 یو د هغه نباتی هورمونونو څخه دی چی په ځینی میوو کی چی وروسته درفع حاصل څخه پخیږی، معمولا پدی مرحلی څخه په لوړه کچه ایتلین تولیدوی، او تولید یی تقریبا یو خطی ګراف تشکیلوی. د ایتلینو تولید د میوه جاتو او ځینو سبو په کیفیت باندی ناوړه اغیزه کوی. هغه ددی له امله چی په نبات کی د زیات تنفس لامل کیږی، ددی فعالیت له امله ډیره زر پخیږی، او ذخیروی عمر یی کمیږی، د محصول د ترانسپورتی کیفیت د منځه تګ لامل کیږی او ضمنا هغه د حشراتو او نورو افاتو په مقابل کی حساس او د توجه د جلب سبب کیږی.

په لاندی تصویر کی تاسو ووینی چی د ایتلینو تولید د خاملی میوی په برخه کی ډیر کم دی مګر کله چی میوه په کامل ډول سره پخیږی د هغه د تولید کچه په خطی ډول سره زیاتیږی. 
هغه میوی چی ډیر دا نوع تعاملات پکښی صورت نیسی عبارت د کیلی ،اووکدو، مڼی ،خټکی، ناک ، کدو او رومی بانجان دی. د اتعامل د ایتلین په مرسته هغه وخت ترسره کیږی چی ایتلین د خامی میوی سره  په تماس کی شی یا د شرایطو په برابریدو په چاپیریال کی ډیر شی. خامه میوه پدی وخت کی نسبتا اسیدی وی، شین رنګ لری او بوی نلری. مګر کله چی تعامل صورت ونیسی نو پدی وخت کی یو تعداد انزایمونه لکه هایدرولیز، پکتینز، کینز او امایلیز په میوه کی ځینی تغیرات راولی. دا تغیرات کیدای شی د انتوسیانینو یا د میوی د رنګه کیدو ، د کم پکتین درلودل ، د قند د مقدار زیاتیدل، د میوی نرمیدل او د بوی د تولید لامل کیږی. 
د ایتلین یا ایتلین د اندازه ګیری لپاره مختلفی لاری چاری وجود لری. دا اندازه ګیری چی معمولا د ppm په واسطه باندی اندازه کیږی.  په لاندی طریقو ممکن دی ، اندازه شی: 
۱ - د هوا د سمپل اخستنی سیستم یا تیوب میتود : پدی طریقه کی یو مقدار هوا چی د نمونی په ډول د یوی خاصی منطقی څخه راټوله شوی وی د یو فیلمنت تر مخ تیریږی چی هغه د ایتلین سره تعامل کوی. وروسته د له څو دقیقو څخه فیلمنت خپل رنګ تغیروی نو پدی وخت کی د مندرج تیوب په سطح باندی د ایتلین د مصرف اندازه ویلی شو. ددی میتود دقت او صحیح توب ۲۵ سلنی بلل شوی دی. مګر ډیر مشهور میتود دی.
۲ - د ایتلین دیجتلی معلوموونکی : پدی صورت کی په دیجتلی شکل سره د ایتلین مصرف ښودل کیږی او دقت یی ۲ سلنه بلل شوی دی. ددی میتود یوه ستونزه دا بلل کیږی چی هر وخت باید د ماشین کالیبریشن یا تصدیق د دقت لپاره تر سره شی. 
۳ - ګاز کروماتو ګرافی: نن ورځ تر ټولو دقیق ترین سیستم بلل کیږی او غلظت په part per billion or ppb باندی ښی. دا میتود قیمته دی، په هر ځای کی تر سره کیدای نشی او ضمنا ډیر وخت غواړی تر څو یو سمپل تجزیه او تحلیل شی. 
ماخذونه : 
Photo credit: http://www.ru.nl/tracegasfacility/life_science_trace/plant_physiology/ethylene_during/ 
http://naldc.nal.usda.gov/download/2640/PDF
http://www.scielo.br/pdf/gmb/v29n3/30761.pdf

No comments:
Post a Comment