Thursday, August 16, 2012

Components of quality for fruits and vegetables د میوو او سبو کیفیت

لیکنه : سید محمد نعیم خالد - ۱۷ اګست ۲۰۱۲

نن ورځ مشتریان سابه او میوی د هغه د کیفیت له مخی اخلی. نو ددی له امله د هارټیکلچری محصولاتو کیفیت د ارزښت وړ بلل شوی دی. کیفیت د یو شی د لوړ توب او یا بهترتوب په درجی پوری منسوب کڼل شوی دی. د میوو او سبو کیفیت د ظاهری، داخلی او ځینی نورو پټو مشخصاتو د ترکیب څخه عبارت دی چی هغه ته د مشتری په ذهن کی یو خاص اهمیت ورکوی او د هغه د قبول یا رد سبب کیږی. 

اکثرا وخت د میوی قابل قبول توب د مشتری لپاره په ۵ ګونو حسی غړو باندی تړلی وی لکه لید، بوی ، مزه او ځینی وخت اوریدل، چی ټول د کیفیت د تعین په برخه کی مهم رول لوبوی.

په عمومی ډول سره ویلی شو چی دا مشخصات موږ د مشتری د لیدلور له اړخه په دوه برخو ویشلی شو: 

۱ - داخلی کیفی مشخصات: دا مشخصات عبات له طعم ( خوږوالی، تروشوالی، ښه بوی) ، ټکسچر( کلک والی، اوبه لرونکی، سخت او ماتیدونکی ) ، غذایی لکه ( کاربوهایدریت ، پروټین ، ویتامین) ، داخلی صدمی لکه ( غارونه ، داخلی خالیګاه ،‌یخ وهلی، خوسا او یا اوبلن زړی). دا ټول هغه فکتورونه دی چی د محصول په داخلی کیفیت باندی تړلی دی. 

۲- باندنی کیفی مشخصات : دا مشخصات عبارت دی له اندازی ( وزن ، حجم ، قطر) ،‌ شکل ( د قطر او طول د میوی یا سبو د تناسب څه عبارت دی) ، رنګ ( د رنګ یو شانته توب او د رنګ غلظت او تراکم ) او بل د ظاهری صدمی لکه ( زخم، خال او یا ناسمه وده ) پکښی شامل دی. 

میوی د شکل له مخی په لاندی ګروپونو ویشل کیږی: 
۱ - ډیر کوچنۍ
۲ - کوچنۍ 
۳ - متوسطی 
۴ - غټه 
۵ - دیری غټی میوی 

علاوه د پورته یاد شویو کیفی مشخصاتو سره نن ورځ د هارټیکلچری محصولاتو د کیفت د اندازه کولو لپاره یو تعداد غیر متضرره کوونکی لاری چاری هم منځ ته راغلی او انکشاف ورکړ شوی دی. چی پدی برخه کی د انځور د تحلیل ، لایزری سپکتروسکوپی، د جذب سپکتروسکوپی ، د ایکسری انځورونه، سی ټی سکن، التراسونیک او الکترو مګنیتیک ام آر آی څخه نمونه یادولی شو. 


No comments:

Post a Comment

Labels

additives in food and its function Afghan afghan fruits Afghanistan Agriculture agriculture development allergen aspatum Breastfeeding business calendar cataloupe climate change; food system climate change; global warming; CO2 codex color codes Consulting convert cooking oil cooking temperature Corona Virus Covid-19 dairy developing countries eating healthy economic growth EFSA ethics EU event fat consumption food food business food business operator food control food cost Food Delivery food emergency food establishment food grade plastic food hygiene law food insecurity food inspection food inspection data food journal food label food law food losses food management food process food quality Food safety food safety costs food sampling food security food security; climate change food standard food surveillance food system food traceability food tracking Food Waste foodborne illness fraud GMP government greenhouses gasses Gregorian HACCP halal hazardous foods health claim Hebrew Hijri Horticulture ISO ISO 22000 Julina kosher lableling leadership Management meat meat safety milk quality milk safety NCD nutrition obesity organic food outbreaks package packaging Persian pesticides policy post harvest poverty processed product processing product authorization QMS regulatory restaurant Rural development safety Saffron SayedMohammadNaimKhalid shopping snacks social responsibility strawberry unprocessed product value chain Waste water water safety WTO zest انګور ایزو تغذی خواړه خواړه ، هسپ ، دخوړ ساتنه ، د ریسک مدیریت خواړیز مصونیت د چرګ غوښه د حیواناتو روغتیا د خوړو مارکیت د غذایی موادو و چولو لاری چاری دخوړو پروسس دخوړو څخه ناروغۍ دخوړو محفظویت دغذایی موادو پروسس روغن پخت و پز ستاندارد ٰ، شیدی شیدی ،‌ دغذایی موادو پروسس شیر ، پاستوریزاسیون غوښه ‌،‌ کیفیت فسټ فوډ ،‌ افسردګی ،‌ خواړه کیفیت کیله لابراتوار مایکروبیولوژی ، د ریسک مدیریت مایونیز مصؤنیت غذایی وزن BMI