ژباړن: سید محمد نعیم خالد - ۱۰ اګست ۲۰۱۲
د غواګانو لپاره د E. coli O157:H7 ضد لمړنی واکسین په انګلستان کی نن په رسمی ډول سره استعمال شول. دا واکسین په کاناډا کی جوړ شوی دی. هغه کمپنۍ چی دا دارو یی جوړ کړی دی د Bioniche Life Sciences, Inc. په نوم سره یادیږی. مګر داسی ویل کیږی ددی لپاره چی دا دارو په اروپا کی رسمی شی نو هغه باید داورپا د ښو تولیدی قوانیونو څخه استفاده وکړی او په چاپیریال باندی ناوړه اغیزی ونلری.
دی ته ورته په امریکا کی یو بل دارو د E. coli O157:H7 ضد جوړ شوی وو چی د Pfizer's E coli Bacterial Extract Vaccine په نوم سره یادیږی او د SRP® Technology په واسطه جوړ شوی دی. دا دارو په امریکا کی د USDA لخوا په تایید باندی رسیدلی دی.
یوه ځیړنه چی د ګنزاز پوهنتون لخوا پدی دارو باندی شوی ده ، داسی ښیی چی تقریبا ۵۰ سلنه او زیاته بکتریا د غواګانو د بدن څخه لیری کوی.
خبری منبع © Food Safety News
No comments:
Post a Comment