لیکنه : سید محمد نعیم خالد - ۲۸ جون ۲۰۱۲
شیدی په معمولا ډول سره د مختلفو وښو د استعمال له کبله د کروټین او یا کلوروفیل د پیګمنټ درلودونکی وی. نو ددی له کبله چی د شیدو رنګ سپین وساتل شی نو د هغه سپینولو پروسه چی ورته bleadching وایی ، تر سره کیږی.
د امریکی د خوړو او نشه ای توکو اداره یا FDA وایی چی د شیدو د سپینولو په خاطر د بنزایل پر اکساید څخه او یا هم د پوتاشیم الوم، کلسیم سلفیټ، او مګنیشیم کابونیټ د ګډ مخلوط څخه استفاده، اجازه لری.
د بنزایل پر اکساید کچه دشیدو د وزن په پرتله د ۰،۰۰۲ سلنی څخه زیات نه وی. او پورته یاد شوی مخلوط باید د بنزایل پراکساید د وزن څخه ۶ څلو څخه زیات نه وی.
ددی پروسی په ترځ کی ویټامین A او یا د هغه مشتقاق امکان لری له منځه لاړ شی نو ددی له امله دا ویټامین باید شیدو ته او یا هم د پنیر جوړولو په وخت کی علاوه شی.
No comments:
Post a Comment