لیکونکی : سید محمد نعیم خالد
دود ورکول د خوړو د ساتنی د یو میتود څخه عبارت دی. د دود ورکول عبارت د هغه پروسی څخه دی چی د هغه په ترځ کی خواړه په کم حرارت د ډیر وخت لپاره پخیږی او پدی ځای کی د لرګی د دود څخه استفاده کیږی او هغه د دود په واسطه القاح شوی خواړه د هغه بوی اخلی او یوه خاصه مزه ورکوی. په تجارتی شکل د دود ورکولو د پروسی معیار ۱۰۷ درجی د سانتی ګرید دی. ددود ورکولو په وخت کی د حرارت منبع ذغال ده او د لرګی د بوی د تولید لپاره د میوه جاتو او نورو ونو د لرګی څخه استفاده کیږی. دود ورکول معمولا د غوښو په برخه تر سره کیږی ددی تر ځنګ دود ورکول په مغزبابو، سبزیجاتو او پنیر په تولید کی هم استعمال لری
No comments:
Post a Comment