لیکونکی : سید محمد نعیم خالد
د غذایی خدمتونو د یو متخصص په توګه تاسی دی اړیتا لری چی قابل د قبول او ناسم خواړیز محصولات یو د بل سره توپیر وکړای شی. نو ددی په خاطر زه غواړم چی نن ورځ د غوښی د چرګ د غوښی د کیفیت ځینی مشخصات وښیم.
لمړی مشخصه رنګ ده . د چرګ غوښه د کریمی څخه تر زیړ پوری جوړښت لری او هیځ وخت باید شین او یا بنفش رنګ ونلری. د چرګ په غوښه کی شین او یا بنفش رنګ د هغه په خرابوالی او فاسدتوب دلالت کوی. ددی ترځنګ که وزرو نوکونه یی تور شوی وی ، نو هغه هم د چرک د غوښی په خرابیدو دلالت کوی.
دوهمه مشخصه یی بوی دی. د چرګ غوښه باید تند بوی ونلری. د وزو لاندی برخه او دمفصلونه یی باید سریښناکه نه وی. دچرګ په غوښه کی تند بوی او یا سریښناک توب د هغه په فاسدتوب او خرابوالی دلالت کوی.
د چرګ د اولی درجی غوښی مشخصات:
اوله درجه چرګ باید غوښین وی
جلد یی په بشپړ ډول سره پاک وی، زخم ونلری او کومه برخه یی غوځه شوی نه وی
هیځ یو هډوکی یی نه وی مات شوی
او ټولی بڼکی یی په مکمله توکه سره پاکی شوی وی.
No comments:
Post a Comment