چمتو کوونکی: سید محمد نعیم خالد  - ۸ اکتوبر ۲۰۱۲
خواړیزه امنیت هغه وخت رامنځ ته کیږی چی په کافی اندازه مغذی او مصؤن خواړه ، په ټولو وختونو کی، په هر ځای کی او د ټولو خلکو لپاره ور ورسیږی. په افغانستان کی د تیرو څو لسیزو راپدی خوا د سیاسی نا کراریو ، جګړی، مهاجرتونو ، د زیربناوو نه شتون، د ماهرو او فنی افرادو کمښت، د معاصرو کرهیزو ماشین آلاتو کمښت او یا عدم ترویج د هغو عواملو له ډلی څخه دی چی په عمومی ډول سره کرهنیزو محصولاتو د کمښت لامل کیږی. په هره اندازه چی کرهنیز محصولات لږ تولید شی په همغه اندازه د خوړو د نرخونو لوړوالی کی رول لری او په کلیو او بانډو کی خلک نشی کولی چی هغه را ونیسی. نو پدی ډول سره د سوتغذیی او د هغه اړوند ناروغیو عامل کیږی. 
پدی نژدی وختونو کی د خوړو د امنیت په یوه ځیړنه کی چی د ملل متحد د خوړو د نړیوال پروګرام لخوا د افغانستان په ۲۲ ولایتونو ، ۳۸ ولسوالیو او ۵۳۰ شورا ګانو کی چی ۴۳۹۲ کورنۍ یی احتوا کړی وی ترسره شوی ده، لاندی شاخصونه تر ځیړنی لاندی نیولی دی: 
- خواړیز امنیت = د خوړو د مصرف مقدار X د خوړو مصارف
 - د مبارزوی استراتیژۍ شاخص
 - په کورونو کی د لوږی شاخص
 
اوس مهال په افغانستان کی ۳۴ سلنه خلک په خواړیز ډول سره نا امنه دی، ۳۹،۸ سلنه خلک یوازی د هغه سرحد ته رسیدلی دی او ۲۶،۱ سلنه خلک په خواړیز ډول سره په امن کی دی. پدی ارقامو کی د خوست ، فاریاب، بدخشان،  بامیان،  بغلان ، سری پل، سمنګان او ځینی نور ولایتونه د شدیدی ستونزی سره مخ دی. 
No comments:
Post a Comment