لیکنه : سید محمد نعیم خالد - ۲۳ اګست ۲۰۱۲
معرفی:
نن ورځ اکثریت خلک د میوی کیفیت ته په ډیر ارزښت قایل دی. خټګۍ هم یو د هغه میوو څخه دی چی په افغانستان کی په ډیر مقدار سره تولیدیږی. علمی نوم یی Cucumis melo دی. منشآ یی افریقا بلل کیږی او د Cucurbitacaece د کورنۍ څخه ده او د کلایمکتریک میوو د ډلی څخه ده مګر په عین حال کی غیر کلایمکتریک جینونه هم لری.
په ۲۰۱۱ کال داسی ویل کیده چی ۶۵۰ ورایتۍ یی په ثبت رسیدلی دی. د نړۍ په سطحه ۲۸،۳ میلیونه ټنه تولیدیږی. چین، ترکیه، ایران، هسپانیه او مریکا یی له لویو تولیدونکو څخه شمیرل کیږی.
په ۲۰۱۱ کال داسی ویل کیده چی ۶۵۰ ورایتۍ یی په ثبت رسیدلی دی. د نړۍ په سطحه ۲۸،۳ میلیونه ټنه تولیدیږی. چین، ترکیه، ایران، هسپانیه او مریکا یی له لویو تولیدونکو څخه شمیرل کیږی.
نتیجه او بحث:
په تغذیوی اړخه خټکی د پوتاشیم ،ویتامین ای او فولیک اسیدو ښه منبع بلل کیږی. ضمننا د بیا کروټین او ویتامین سی هم په کافی اندازی سره لری.
د فزیکی کیفی وجهی فکتورونو له ډلی څخه رنګ او د هغه د پوست ډیر خط لرل هغه عوامل دی چی ددی میوی مصرف کوونکی یی ډیر په پام کی نیسی. عموما خټکی د نارنجی رنګ لرونکی او شنه رنګ لرونکی دی. چی په نارنجی رنګ کی یی ډیر د کروټینوید په خاصه توګه ۸۵ سلنه بیتا کروټین لرونکی وی. او شنه خټکی د کلوروفیل لرونکی وی او په کم مقدار سره د کروټینوید هم لری. علاوتا د میوی رنګ کیدای شی سپین او کریمی هم وی.
د رنګ په انتخاب کی د Chroma د کلمی څخه استفاده کوو چی د رڼا د تراکم څخه اخستل شوی دی او بل د Hue کله ده چی د اصلی رنګ مفهوم ورکوی. هغه وسیله چی رنګ پری اندازه کیږی د Calorimeter په نوم سره یادیږی.
یو د خټکی د کیفیت د مهم فکتورونو څخه د هغه ټکسچر دی. د خټکی ټکسچر په څلورډوله دی. ډیر نرم، نرم او اوبلن، کلک، او ډیر کلک او مایتدونکی.
بل مهم فکتور یی د شکر اندازه کول دی. دا په دوه ډوله سره صورت نیولی شی یو یی تخریبونکی میتود او بل یی غیر تخریبوونکی میتود دی. په تخریبوونکی میتود کی د SS% ، مجموعی شکر د کالوریمتر په مرسته او HPLC په مرسته د مختلفو قندونو پیژندنه او تجزیه ، شامل دی. او په غیر تخریبونکی میتود کی د ماورا سری شعاع infrared په مرسته د قند معلومول دی. ضمننا موږ کولی شو چی د refractometer څخه چی تقریبا تخریبی میتود بلل کیږی ، ورڅخه استفاده وکړو.
د خټکی طعم هم ډیر مهم رول لری. خټکی تقریبا د ۵۰ سلنی څخه زیاد د سوکروز، ۲۰ سلنی ګلوکوز او ۲۶ سلنی فرکتوز څخه جوړ شوی دې. ددی لپاره چی یوه خټکی ولرو نو هغه باید د ۱۰ څخه ۱۲ سلنی باید SS% ولری. ضمنا د اسید مقدار یی د ۰،۱ څخه کم وی.
زیړ خټکی باید د ۲،۵ سانتی ګرید او ۹۰ څخه تر ۹۵ سلنه نسبی رطوبت کی وساتل شی. د اکسیجن مقدار باید د ۳ -۵ سلنی پوری او کاربن اکساید د ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنی پوری وی. نو ددی شرایطو په مرعات کولو سره هغه د ۲-۴ هفتو پوری ساتل کیدای شی.
شنه خټکی د ۵ څخه تر ۱۵ سانتی ګریدو او ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنی نسبی رطوبت کی ساتلۍ شو. ددی خټکی عمر د ۲ څخه تر ۶ اونیو پوری رسیږی.
ددی په خاطر خټکی وروسته د رفع حاصل څخه خرابی نشی نو هغه باید زخمی نشی، پورته یاد شوی د حرارت درجی معیاری شی، خټکی باید په ۱۰۰ ppm کلورین لرونکو اوبو باندی ومینځل شی او د کاربن دای اکساید غلظت د ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنی لوړ نشی. او تر ټولو مهمه دا چی میوه باید پخه وی او ورسته د هغه څخه رفع حاصل شی.
هغه عوامل چی د خټکی کیفیت متآثره کوی عبارت دی له :
د خاوری نوعیت د میوی تغذیوی او اندازی باندی تاثیر لری، ضمننا خاوره د میوی په حسی یا فزیکی کیفیت باندی هم منفی تاثیر درلودلی شی. اوبه او د هغه کیفیت هم د میوی په کیفیت باندی تاثیر لری. د میوی حاصل ټولولو وخت باید یو ښه خت وی .
پایله:
په پایله کی ویلی شو چی د میوی کیفیت د کرهنیزو فعالیتونو په بنسټ باندی تعین کیږی. د خټکی د رنګ فکتورونه عبارت له له ټکسچر، رنګ او طعم څخه.
مآخذونه:
http://cals.arizona.edu/pubs/crops/az1382/az1382_1f.pdf
http://naldc.nal.usda.gov/download/29524/PDF
https://w3.avignon.inra.fr/dspace/bitstream/2174/257/1/1_24_Katzir_OK_V2.pdf

No comments:
Post a Comment